پيپلز پارټۍ يو بل اهم غړې خورشيد شاه هم د نيب لخوا ګرفتار کړے شو

د قامي اسمبلۍ پخواني اپوزيشن ليډر د آمدن نه سيوا اثاثے جوړولو په الزام کښې نيولي شوېدے،نيب اعلاميه

د سکهر او پنډۍ نيب ټيمونو  مشترکه کارروائۍ دوران سيد خورشيد شاه اسلام آباد کښې د خپل کور نه ګرفتار کړېدے

د ګرفتارۍ وروستو نيب ټيم خورشيد شاه سکهر ته منتقل کړېدے او هم د سکهر احتساب کورټ کښې به د هغه خلاف د مقدمې سماعت کيږي

نيب لخوا جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې خورشيد شاه ئې د آمدن نه سيوا اثاثے جوړولو په الزام کښې ګرفتار کړېدے

اعلاميې ترمخه په خورشيد شاه الزام دے چې هغه کواپريټو سوسائيټۍ کښې بنګلے لپاره ايمنسټي پلاټ په غير قانوني توګه په خپل نوم کړي وو

دغه رنګ په هغه باندې دا هم الزام دے چې د فرنټ مين او بے نومه ادارو په نومونو ئې  پټرول پمپونه،هوټلے او بنګلے جوړې کړيدي او د هغه خلاف نيب د اګست مياشتې اوومه نيټۍ نه تحقيقات شورو کړي وو

نيب سکهر د دې الزاماتو پلټنو لپاره خورشيد شاه نن رابللے وو ولې هغه خپل جوابي خط کښې نيب دفتر ته حاضريدو نه معزرت کړي وو چې لوجۍ ئې نيب ټيم د هغه په کور چهاپه وهلے او ګرفتار کړې ئې دے

د خورشيد شاه په ګرفتارۍ پيپلزپارټۍ او اپوزيشن ليډر شهباز شريف سخت غبرګون ښودلي او دا ئې د حکومت انتقامي کارروائي ګرځولي ده

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.