افغان امن عمل کښې رکاوټ لويه بدقسمتي ده،د مذاکراتو د بحالۍ کوشش به کوو،وزيراعظم عمران خان

طورخم بارډر شپه او ورځ کهلاويدو سره به پاکستان،افغانستان او وسطي ايشيائي ملکونو ته په معاشي لحاظ استحکام ملاؤ شي

وزيراعظم عمران خان طورخم کښې پاک افغان پوله 24 ګهنټو لپاره مسلسل کهلاؤ ساتلو او پاک افغان دوستي هسپتال باقاعده پرانسته کړيده

په دې موقع پريس کانفرنس ته وينا په وخت وزيراعظم عمران خان ووئيل چې طورخم بارډر شپه او ورځ کهلاويدو سره به نه صرف د پاکستان او افغانستان ترمينځه تجارتي هلې ځلې سيوا شي بلکه سيمه کښې هم به بدلون راشي

د هغه وينا وه چې د وسطي ايشيا مختلف ملکونه پاکستان سره تجارت کولو خواهش لري او طورخم پوله مسلسل کهلاؤ پاتې کيدو لوجې دغه ملکونه هم د دې لارې نه فائده پورته کولي شي

وزيراعظم وينا ترمخه افغانستان کښې امن بحاليدو سره به دې سيمه کښې هم امن او خوشحالي راشي پيښور به د تجارت لوئې مرکز جوړ شي چې به ورسره ټوله صوبه کښې معاشي استحکام راشي

عمران خان افغان امن عمل په حواله د امريکې او طالبانو ترمينځه مذاکرات ځنډيدو باندې د افسوس اظهار کړي او دا ئې دې سيمې لپاره لويه بدقستمي ګرځولي ده او وئيلي ئي دي چې پاکستان به د دواړو فريقينو ترمينځه د خبرو اترو نيمګړې سلسله بيا د شورو کولو لپاره کوششونه کوي

پريس کانفرنس دوران وزيراعظم عمران خان د کشمير په معامله د خبريالانو د پوښتنو جواب ورکړي او وئيلي ئې دي چې ترڅو نريندر مودي د مقبوضه کشمير خصوصي حيثيت ختمولو آرټيکل واپس نه وي اخستے پاکستان بهارت سره هيڅ قسمه مذاکرات کولو له تيار نه دے او دا چې د کشمير معامله به د نړۍ په هر فورم پورته کوو او دې سلسله کښې متحده قامونو جنرل اسمبلۍ غونډه کښې به د کشمير صورتحال نه ټوله نړۍ خبر ووم

ياده دي وي چې طور خم بارډر به دې نه مخکښې د سحر شپږو بجو نه تر ماښام شپږو بجو پورې کهلاؤ وو ولې د افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني په مطالبه عمران خان دا پوله د 24 ګهنټو لپاره کهلاؤ ساتلو اعلان کړي وو

طورخم بارډر تيره هفته په آزمائشي بنياد شپه او ورځ کهلاؤ ساتلي شوي وو چې ورسره دواړو ملکونو ترمينځه تجارتي هلو ځلو کښې 50 فيصده سيوا والي راغلے وو او د دواړو ملکونو عوامو ته هم تګ راتګ کښې آسانتياګانې په لاس راغلے دي

 

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.