پيښور هائي کورټ بنو بنچ علي وزير او محسن داوړ په ضمانت خوشي کولو حکم کړے

د قامي اسمبلۍ دا دواړه غړي خړ کمر ترهه ګرۍ حملے په الزام کښې 28 مئي نه په جيل کښې قيد وو

د پيښور هائي کورټ بنو سرکټ بنچ  کښې د پي ټي ايم  مهم غړو محسن داوړ او علي وزير د ضمانتونو په حواله دائر کړي شوي کيسونو سماعت شويدے

جسټس ناصر محفوظ د دې کيس سماعت کړي او د وکيلانو دلائل اوريدو وروستو ئۍ د دواړو مشرانو د ضمانت درخواستونه منظور کړل

عدالتي بنچ د 100000 روپو په دوه مچلکو د علي وزير او محسن داوړ ضمانتونه منظور کړل

دې اهمې مقدمه کښې د پي ټي ايم د غړو وکالت سينئر وکيل عبدالطيف آفريدي په مشرۍ کښې نورو ستر وکيلانو کوله

دې نه اګاهو پيښور هائي کورټ د علي وزير او محسن داوړ خلاف درج کړي شوي مقدمو سماعت د بنو نه پيښور هائي کورټ ته منتقل کولو په حواله درخواستونه مسترد کړي وو

علي وزير او محسن داوړ د مئي مياشتې په 21 نيټه د شمالي وزيرستان خړ کمر سيمه کښې په سيکيورټي فورسز شوي حملو کښې د ککړتيا په الزام کښې نيولي شوي وو او تر دې دمه دوي په جيل کښې قيد وو

علي وزير د اين اے 50 جنوبي وزيرستان په حلقه د قامي اسمبلۍ ممبر منتخب شوي وو او محسن داوړ اين اے 48 شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ نشست باندې برتري ترلاسه کړي وه ولې مئي مياشت کښې د ګرفتارۍ نه پس د قامي اسمبلۍ اجلاسونو دوران اپوزيشن ګوندونو لخوا وخت په وخت د هغوي پروډکشن آرډر جاري کيدو مطالبے کيدلے ولې د قامي اسمبلۍ سپيکر به دغه مطالبات بار بار رد کول او په اهم قامي معاملو کښې ايوان دننه د شمالي او وزيرستان حلقے د نمائندګې نه محرومه وے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.