سپريم کورټ د پي ټي ايم غړي عالمزيب محسود ضمانت درخواست منظور کړو

عالمزيب محسود د رياست خلاف تقرير کولو په الزام کښې تير8 مياشتو راهسې قيد وو

جسټس مقبول باقر په مشرۍ کښې د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ د کراچۍ نه ګرفتار شوي د پي ټي ايم اهم غړي عالمزيب محسود د ضمانت درخواست سماعت وکړو

سماعت دوران د عالمزيب محسود وکيل خواجه اظهر رشيد عدالت کښې دلائل ورکولو په مهال وئيلي دي چې موکل ئې بغير د څه الزام او شهادت سيکيورټي اهلکارو ګرفتار کړي بايد چې ستر عدالت د هغه په ضمانت خوشي کولو حکم وکړي

عدالتي جج  جسټس سردار طارق مسعود سماعت دوران ووئيل چې په ملزم د پوځ او رياست خلاف تقريرونه کولو الزام دے ولې د عالمزيب وکيل دغه تورونه بے بنياده وګرځول

کيس کښې ريمارکس ورکولو دوران جسټس مقبول باقر پوښتنه وکړه چې آيا د ملزم د ويډيو فرانزک شوېدے

   

د دې ريمارکس په جواب کښې خواجه اظهر رشيد ووئيل چې تر دې دمه هيڅ قسمه داسي ويډيو نه ده جاري شوے او د مقدمې ترائيل هم نه دي شورو کړي شوے

د ملزم وکيل دلائل اوريدو وروستو جسټس مقبول باقر د عالمزيب محسود په ضمانت خوشي کولو احکامات جاري کړل

اعلي عدالت د عالمزيب ضمانت د پنځه لاکهه روپو مچلکو په بدل منظور کړېدے

عالمزيب محسود د پي ټي ايم  اهم غړي ګڼلې کيږي او هغه د جنورۍ مياشتې په دويشتمه نيټه سيکيورټي اهلکارو د کراچۍ نه ګرفتار کړي وو،کراچۍ  عدالت لخوا د هغه ضمانت درخواست  مسترد کيدو وروستو پي ټي ايم غړو په سپريم کورټ کښې د هغه د ضمانت په حواله درخواست جمع کړي وو

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.