پښتو انقلابى شاعره آغلې الف جانه خټکہ پہ حق ورسیدہ

د الف جان نصيحت واوره بيا عمل پرې وکړه - پښتونه پورته شه قامونو کې خپل قام پورته کا

لیکوال ډاکټر لطیف یاد

د پښتو يوه انقلابى شاعره ده چې تعلق ئې د خپل وخت خدائى خدمتګار تحريک سره ؤ. د پلار نوم ئې غنى شاه خټک دی. دی په احمدى بانډه کې په مارچ ١٩٢٧ء کې زيږېدلی ده. دا د پښتو ژبی نوموړې شاعرہ الف جان خټک د ستمبر ۱۵ د اتوار پہ ورځ پہ حق ورسیدہ۔

نوموړې  تل د پښتنو مېرمنو د حق لپاره اواز پورته کړے او په خدائى خدمتګار تحريک کښې ئې خپل کردار په ښه شان سره ترسره کړې۔

الف جان خټک  رسمى تعليم  تر اتمه پورې ترلاسه کړی وو. ولې وروسته ئې د پښتو انرز هم کړی و او د کلى په يو سکول کې ئې د درس او تدريس وظيفه ترسره کوله.

د الف جانې خټک شاعرى چې سړی لولى نو دا لکه د سيده بشرى بېګم غوندې قام پرسته شاعره ده. په پښتو او پښتونولۍ مئينه ده. ويلی شى چې د دې شعرونه به د دې سخر (خسر) اصلاح کول. د آغلې الف جانې خټک شعر و شاعرى به د پښتو مشهورې مجلې “پښتون” کې خپریده. دا هغه وخت ؤ چې د دې مياشتنۍ مجلې د چلولو چارې د ستر ملى مبارز باچا خان په غاړه وې.
په پښتو ادب کې د الف جانې خټک ونډه ډیره ده. الف جانه خټکه يوه روڼ اندې ( روشن فکره) شاعره ده او په پښتو او پښتونولۍ باندې مئينه ده. راځئ چې اوس ئې د کلام یو څو بیلګې ولولو:

پښتونه

پښتونه پورته شه قامونو کې خپل قام پورته کا
بيا په دنيا کې د پرېوتى پښتون نام پورته کا

ګوره قامونه ټول په بام د ترقۍ وختل
تۀ څۀ ته ګورې؟ ترقۍ په لورى ګام پورته کا

بيا په دنيا کې د قامونو انجمن جوړېږى
دې انجمن کې د ګمنامې پښتو نام پورته کا

بې له نظامه ترقى د قام ممکنه نۀ ده
قام منظم کا او معيار بيا د خپل قام پورته کا

پرېوتى قام له ترقى بويه د برق په رفتار
د هر سحر په مقابل کې خپل ماښام پورته کا

د يو څو کسه ترقى تۀ ترقى مۀ ګڼه
که ترقى غواړې د قام نو خاص و عام پورته کا

فخر افغان نه مې پېغام د ترقۍ راوړی
په دواړو لاسو دا پېغام په احترام پورته کا

د جهالت الزام په تا باندې په ځاى لګېږى
د خپل تعليم انتظام وکړه دا الزام پورته کا

د خپلې ژبې ترقى چې درنه هېره نۀ شى
د انګرېزۍ په شان معيار د خپل کلام پورته کا

نر که دماغ دی ستا د قام، ښځه ئې زړۀ وګڼه
که ترقى دې وى مقصد د دوى مقام پورته کا

تۀ د خالد بابا اولاد ئې شجاعت وښايه
د مظلومانو په امداد کې خپل صمصام پورته کا

په بنيادمو چې احسان دين د اسلام کړی دی
په ښۀ عمل سره تۀ هم دين د اسلام پورته کا

د الف جان نصيحت واوره بيا عمل پرې وکړه
پښتونه پورته شه قامونو کې خپل قام پورته کا

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.