شمالي وزيرستان او دير کښې د وسله والو په ډزو څلور اهلکار شهيدان شويدي،آئي ايس پي آر

سيکيورټي اهلکارو جوابي کارروائۍ دوران شمالي وزيرستان کښې دوه ترهه ګر وژلي دي،آئي ايس پي آر

د پاک پوځ مطبوعاتي ادارے آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې په مغربي بارډر دوه بيلا بيلو پيښو کښې د پاک پوځ څلور ځوانان په حق رسيدلي دي

بيان ترمخه د شمالي وزيرستان سپين وام سيمه کښې د پاک پوځ اهلکار د معمول په ګشت وو چې پرې ترهه ګرو ډزي کړيدي چې په نتيجه کښې اختر حسين نومي سپاهي په حق رسيدلے دے ولې د سيکيورټي فورسز جوابي کارروائۍ دوران دوه ترهه ګر وژلي شويدي

بيان کښې زياته کړي شويده چې دير کښې افغان پولې سره نزدي سيمه باندې د افغانستان لخوا ترهه ګرو د پاک پوځ په اهلکارو ډزي کړيدي چې لوجې ئې درې اهلکار شهيد او يو ژوبل شويدے

دير پيښه کښې شهيد شوي اهلکارو پيژندګلو لانس نائيک سيدامين آفريدي،لانس نائيک محمد شعيب سواتي او سپاهي کاشف علي په نومونو سره شويده

آئي ايس پي آر بيان کښې دا هم وئيلي شويدي چې شهيد شوي اهلکارو په پوله ازغن تار لګولو چې پرې ترهه ګرو حمله کړيده

بلخوا په سوشل ميډيا خپره شوي رپورټونو کښې وئيلي شويدي چې شمالي وزيرستان کښې د پاک پوځ اهلکارو په ډزو وژلي شوي کسان مقامي اوسيدونکي او بے ګناه وو

په سوشل ميډيا د دغه کسانو تصويرونه هم وائرل شويدي او وئيلي کيږي چې دا دواړه کسان وړونه وو او ډزو په نتيجه کښې د دوي تره هم ژوبل شويدے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.