سولې تہ تیار یو خو د سل کلن جنګ صلاحيت هم لرو: عباس ستانکزئۍ

عباس ستانکزئۍ په مشرۍ کښې د طالبانو وفد ماسکو کښې د روس استازي ضميرکابلوب سره د افغانستان په صورتحال خبري کړيدي

دوحه مذاکراتو کښې د طالبانو وفد مشري کونکي عباس ستانکزئۍ، د قطر سياسي دفتر وياند سهيل شاهين او قاري دين محمد د روس دوره کړي

خپلې دورې په مهال د طالبانو مشرانو افغانستان لپاره د روس خصوصي استازي ضمير کابلوب او نورو چارواکو سره ملاقاتونه کړيدي او ورسره ئې د صدر ډونلډ ټرمپ لخوا مذاکراتي عمل ځنډولو وروستو پيدا شوي صورتحال باندې خبري کړيدي

د روس استازي افغان سولې لپاره روانې خبرې ځنډولو باندې انديښنې څرګند کړي او دا ئې د افغانستان امن بحالۍ لپاره لوئي زيان ګرځولي دے

صدر ډونلډ ټرمپ لخوا افغان طالبانو سره سولې عمل ځنډولو وروستو د افغان طالبانو د اعلي پائې وفد د بهرملک دا وړومبې دوره ده کومه چې موجوده صورتحال په تناظر کښې خصوصي اهميت لري

د امريکې لخوا مذاکرات آخري لمحو کښې ختمولو باندې د سيمې نورو هيوادونو په رنګ روس حکومت هم سختي نيوکي کړيدي

څلور ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل کښې د افغانستان په مسئله بحث دوران د روس استازي افغان سولي مذاکرات په ناڅاپي توګه بندولو باندې د افسوس اظهار کړي وو او افغان امن بحالۍ لپاره ئې د روس د ملاټر وړانديز کړي وو

بلخوا ماسکو کښې د روس سرکاري خبري ادارے سره مرکې په وخت عباس ستانکزئۍ د سولې خبرو د ملتوي کيدو ذمه وار صدر ډونلډ ټرمپ ګرځولي دے

د هغه وينا وه چې امريکنيان به په دوي بمباري کوي او کسان به ورله وژني نو آيا داسې حالاتو کښې مونږ څنګ خاموشه پاتي  شو طالبان هم د خپل ځان د دفاع حق لري

د هغه وينا وه چې روان جنګ په افغانانو تپلي شوېدے طالبان خو امريکې پسې نه وو ورغلے بلکې امريکه په خپله افغانستان ته راغله ده او دا چې د بهرملکي اشغال خلاف جنګ کول د دوي حق دے

يوې  پوښتني په جواب کښې عباس ستانکزئې ووئيل چې دا وړومبې ځل نه دے چې امريکه د طالبانو سره مذاکرات ځنډوي بلکه دې نه مخکښې د صدر براک اوبامه واکمنۍ په مهال هم  واشنګټن انتظاميې د وسله والو سره دوه وارې د خبرو اترو روان عمل ملتوي کړې وو

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.