کالعدم تنظيم طالبان پاکستان مشرنورولي محسود نړي وال دهشت ګرد ګرځولي شوے

امريکني صدر ټرمپ د القاعده،حماس،حزب الله،پاسداران انقلاب او داعش 11 کسان هم د ترهه ګرو فهرست کښې شامل کړيدي،امريکه خارجه محکمه

د امريکې د خارجه محکمې لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې صدر ډونلډ ټرمپ د ايګزيکټيو ارډر ترمخه د نري وال دهشت ګرد تنظيمونو سره تعلق لرونکي12 کسانو نومونه ترهه ګرو په فهرست کښې شامل کړيدي

بيان ترمخه د کالعدم ټي ټي پي مشر نورولي محسود نړي وال دهشت ګرد ګرځولي شويدے

بيان کښې وئيلي شوي چې نورولي محسود کال 2018  کښې ډرون حمله کښې وژلي شوي ملا فضل الله نه پس د ټي ټي پي مشر جوړ کړي شوي وو او هغه پاکستان کښې شوي د ترهه ګرۍ حملو ذمه واري قبوله کړي وه

بيان ترمخه د القاعده،داعش،حزب الله،پاسداران انقلاب،اسلامک جهاد او حماس تنظيم سره تعلق لرونکي 11 کسانو نومونه هم  نړي وال دهشت ګردو په فهرست کښې شامل کړي شويدي

بيان کښې زياته کړي شويده چې د دې اقدام مقصد د ترهه ګرۍ د حملو مخه نيول دي او د دې کسانو په اثاثو بنديز لګولي شوي او په امريکي وګړو غږ شوي چې دې کسانو سره دې هيڅ قسمه لين دين نه کوي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.