طالبانوسره مذاکرات مکمل ختم دي،افغانستان کښې به پوځ ټول عمر موجود نه وي،صدر ټرمپ

افغانستان کښې مو د ترهه ګرو خلاف عملياتو له نور زور ورکړېدے،امريکني صدر

وائټ هاؤس کښې خبريالانو سره خبرو په مهال صدر ډونلډ ټرمپ واضحه کړه چې طالبانو سره مذاکرات مړه شول مطلب دا چې دا خبرې به باقي وجود ونه لري

د هغه وينا وه چې افغانستان نه د پوځ واپس رابللو په حواله د هغه تګ لاره کښې بدلون نه دي راغلے امريکني پوځ به افغانستان پريږدي خو په مناسب وخت

يوې پوښتنې په جواب کښې صدر ټرمپ ووئيل چې د طالبانو لخوا کابل بمي حمله لويه غلطي وه او د طالبانو دا خيال وو چې د دې بريد د لارې به دوي مذاکراتو کښې په امريکې خپل فشار زيات کړي

دې نه مخکښې په ټوئټر ورکړي شوي خپل بيان کښې امريکني صدر وئيلي دي چې طالبانو سره کيمپ ډيوډ کښې د ملاقات فيصله د هغه خپله وه او هم په خپله ئې دا ملاقات ځنډولے دے

بيان کښې ډونلډ ټرمپ دا هم وئيلي دي چې افغانستان کښې امريکني پوځ د پوليسو کردار لوبوي د نړۍ عظيم پوځ په حيث دا د امريکني پوځ دنده نه ده

بيان کښې زياته کړي شويده چې تير څلور ورځو کښې مو افغانستان کښې په خپل دښمنانو چې کوم بريدونه کړي دے هغه تير لسو کالو دوران هم نه وو شوي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.