پوځي کارروائي د افغانستان د مسئلې حل نه دے،خارجه دفتر ترجمان

افغان امن مذاکراتو کښې پاکستان په ښه نيت او مشترکه ذمه دارۍ په توګه د سهولت کار کردار ادا کړي بايد چې افغان کشاله په سياسي بنيادونو حل شي، خارجه دفتر ترجمان

د  خارجه دفتر ترجمان ډاکټر فيصل د امريکې او طالبانو ترمينځه مذاکرات ځنډيدو په معامله ردعمل ښودلې او په دواړو فريقينو ئې د زغم نه کار اخستو غږ کړېدے

خارجه دفتر ترجمان لخوا جاري شوي بيان کښې په ټولو فريقينو زور راوړلي شوېدے چې د مذاکراتو په ميز بيرته ناسته وکړي او او د افغانستان د مسئلې دې سياسي حل راوباسي

بيان ترمخه پاکستان هميشه د تشدد د کارروائيو مذمت کړي او په خلوص نيت او د مشترکه ذمه دارۍ لاندې ئې د افغان مسئلې د حل لپاره د سهولت کار کردار ادا کړېدے

بيان کښې زياته کړي شوېده چې د افغانستان په صورتحال مو ژور نظر ساتلے دے دې سلسله کښې د پاکستان موقف واضحه دے چې دا کشاله د پوځي کارروائيو د لارې نه شي حل کيدے او دا مو خواهش دے چې طالبانو او امريکې ترمينځه زر ترزره مذاکرات بحال شې

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.