مذاکرات مو پائې ته رسولو کوشش کړي وو، ځنډول د امريکې تيروتنه ده: طالبان

صدر ټرمپ د يو بريد په عکس العمل کښې مذاکرات وځنډول ولې د بهرني پوځ د لاسه افغانانو وژنه ورته نه ښکاري

افغان طالبانو د امريکني صدر ټرمپ لخوا دوي سره روان مذاکرات په ناڅاپي توګه ځنډولو باندې سخت غبرګون ښودلي دے

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد لخوا په ټوئټر جاري کړي شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې دوحه مذاکراتو د کاميابۍ په آخري پړاؤ کښې وو سولي لوظنامه هم تياره شوي وه او بيګاه مو هم په ډير مثبت ماحول کښې زلمي خليل زاد سره مذاکرات کړي وو او د فيصلے د اعلان تياريانو کښې بوخت وو چې صدر ټرمپ د دې مذاکراتو د لغو کولو اعلان وکړو

بيان ترمخه دوحه مذاکراتو کښې په دې هم اتفاق شوي وو چې د سولې لوظنامه لاس ليک کيدو وروستو به د روانې مياشتې په 22 نيټه بين الافغاني مذاکرات هم شورو شي اوس چې صدر ټرمپ د خبرو عمل د بندولو اعلان وکړو نو دا به د ټولو نه سيوا امريکې لپاره د زيان سبب وګرځي، امريکه به بے اعتباره ثابت شي او د سولې په ضد به ئې دريز ټولۍ نړۍ ته په ډاګه شي

 

بيان کښې دا هم وئيلي شويدي چې  مذاکرات جاري ساتلو د لارې مو نړۍ ته ثابته کړه چې دا روان جنګ د نورو لخوا په افغانانو تپل شويدے او که د جهګړې په ځائې د مذاکراتو لار خپله شي نو مونږ هم د دې مثبت جواب ورکوو

صدر ټرمپ سره کيمپ ډيوډ ښار کښې د ملاقات په معامله د طالبانو په بيان کښې وضاحت شوېدے چې زلمي خليل زاد د تيرې مياشتې په آخره کښې د طالبانو مهم مشرانو له د امريکې د سفر کولو بلنه ورکړه وه ولې طالبانو دا دوره دوحه مذاکراتو لوظنامه لاس ليک وروستو د کولو منصوبه لر

بيان کښې زياته  کړي شويده چې طالبان په خپل دريز ټينګ ولاړ دي 20 کاله مخکښې مو هم د تفاهم غږ کړي وو او اوس مو هم دا دريز دے او باور لرو چې امريکه به يو وارې بيا د جنګ په ځائې د مذاکراتو او خبرو اترو د لارې دا کشاله د هوارولو په طرف راشي

د بيان په آخره کښې طالبانو خبر دارې ورکړېدے چې تر څو د افغانستان نه اشغال ختم شوي نه وي نو د دوي د حملو لړۍ به هم دغه رنګ جاري وي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.