امريکې د افغان طالبانو سره سولې مذاکرات وځنډول

طالبان د وخشيانه فعل د لارې د خپلې سودا بازۍ پوزيشن مضبوطولو چکر کښې دي داسې حالاتو کښې سوله کيدل ناممکن وي،صدر ټرمپ

د افغانستان سولې په حواله روان کوششونه آخرې لمحاتو کښې خاورې سره خاورې شول

امريکني صدر ډونلډ ټرمپ ټوئټ بيان ترمخه طالبانو سره سولې مذاکرات کينسل کړي شويدي

بيان کښې وئيلي شويدي چې  کيمپ ډيوډ کښې ئې د افغان اولسمشر اشرف غني او افغان طالبانو لوړ پوړي وفد سره  د اتوار په ورځ  د ملاقاتونه  شيډول وو ولې دا ملاقاتونه هم ځنډولې شويدے

بيان ترمخه طالبانو سره روغه جوړه کول بے فائدې دي هغوي د خپل بارګينګ پوزيشن د مضبوطولو لپاره کابل بمې چاودنې ذمه واري قبوله کړے چې پکښې يو امريکائي عسکر او 11 نور کسان وژلي شوي وو

ډونلډ ټرمپ بيان کښې طالبانو په لور اشاره کړي او وئيلي ئې دي چې دا ډله د سولې مذاکراتودوران هم  جنګ بندي نه کوي نو مطلب ئې دا شو چې دوي کښې د بامقصده معاهدې صلاحيت نشته او طالبانو نه ئې پوښتنه کړېده چې آيا دوي نور څو لسيزو لپاره  جهګړې ته تيار دي؟

اګرچه صدر ډونلډ ټرمپ د کابل شش درک بمي چاودنې په تناظر کښې طالبانو سره مذاکرات د لغو کولو اعلان کړېدے خو د دې اعلان په شا هغه محرکات وو د کوم لوجې چې دوحه مذاکرات د کاميابۍ په  درشل نه داخليدل

دواړو فريقينو ترمينځه مذاکراتو کښې په ټولو معاملو اتفاق رائے شوي ولې بهرملکي پوځيانو په انخلا او ټائم فريم هغه موضوعات وو چې پرې څو وارې مذاکرات شوي ولې دغه مسئله د حل کيدو په ځائې نوره کړکيچن کيدله

د بهرملکي پوځ انخلا په حواله د طالبانو دريز واضحه وو هغوي د ټولو عسکرو د واپس رابللو مطالبه کوله ولې امريکې په افغانستان کښې خپل سټريټجکي ځواک او ځنې پوځي اډې ساتل خپله مجبوره ګڼلي چې لوجې ئې سولې عمل لپاره في الحال په ټپه اودريدو

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.