پاکستان،افغانستان او چين خپله خاوره د ترهه ګرۍ لپاره نه استعماليدو عزم کړے

د افغانستان په معامله غور لپاره د پاکستان،افغانستان او چين خارجه وزيرانو اجلاس اسلام آباد کښې شوي چې پکښې پنځه نکاتو باندې اتفاق رائے شويده

دې سه فريقي مذاکراتو کښې د امريکې او طالبانو ترمينځه روان مذاکراتو کښې شوي پرمختګ جائزه اخستے شوي او په ممکنه توګه طالبانو سره کيدونکې امن معاهدې وروستو په صورتحال خبرې شويدي

درې واړو ملکونو ترمينځه مختلف شعبو کښې تعاون سيوا کول او د ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ په معاملو هم دې مذاکراتو کښې خبرې اتري شويدي

دا مذاکرات د خارجه وزير شاه محمود قريشي په مشرۍ کښې شوي وو چې پکښې د افغانستان وزير خارجه صلاح الدين رباني د خپل ملک او وانګ ژي د چين نمائندګي کوله

د مذاکراتو وروستو مشترکه پريس کانفرنس په وخت خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې دا مذاکرات ډير ښه ماحول کښې شويدي چې پکښې اهمې فيصلے شويدي

د هغه وينا وه چې مذاکراتو کښې درې واړو هيوادونو اولس ترمينځه رابطے او شريکې دلچسپې په معاملو هم غور شوېدے

شاه محمود قريشي زياته کړه چې د پاکستان او افغانستان ترمينځه تعلقات د ښه والي په طرف روان شويدي او د افغان اولسمشر اشرف غني پاکستان دورې سره دا اړيکې نورې هم پراخه شويدي

خارجه وزير وينا ترمخه د طورخم بارډر شپه او ورځ کهلاؤ ساتلو په حواله منعقد کيدونکې دستوره کښې ګډون لپاره افغان اولسمشر اشرف غني ته هم بلنه ورکړې شوېده

په دې موقع د افغانستان خارجه وزير صلاح الدين رباني د افغانستان امن عمل لپاره د پاکستان او چين د کوششونو ستائينه وکړه او امکان ئې څرګند کړو چې د سيمې امن او استحکام لپاره به د سه فريقې مذاکراتو دا سلسله جاري وي

يوې پوښتنې په جواب کښې افغان خارجه وزير ووئيل چې امن مذاکراتو کاميابې د طالبانو نيتونو او خلوص سره تړلې شوېده او دا چې سه فريقې مذاکراتو کښې په دې اتفاق شوېدے چې د افغانستان د مسئلې حل صرف افغان اولس راويستلي شي

صلاح الدين پريس کانفرنس دوران پاکستان سره د تعلقاتو ذکر هم وکړو او وئي وئيل چې منطقه کښې امن بحالۍ او استحکام لپاره د دواړو ملکونو ترمينځه د رابطو او مذاکراتو ملاټر کوؤ

پريس کانفرنس ته وينا په وخت د چين خارجه وزير وانګ ژي ووئيل چې افغانستان نن صبا ډير نازک دور نه تيريږي بايد چې درې واړه ملکونه دې د امن قيام لپاره يو موټي شي

وانګ ژي د سيمې سيکيورټۍ او معاشې پرمختګ لپاره د پاکستان او افغانستان ښه تعلقات د وخت اهم ضرورت ګرځولے او وئيلې ئې دي چې منطقے نه د ترهه ګرۍ د ناسور د خاتمے لپاره علاقائي رابطو ته وده ورکول پکار دي

د مذاکراتو وروستو جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې د سه فريقې مذاکراتو څلورمه غونډه به راتلونکي کال په بيجنګ کښې کيږي

اعلاميې ترمخه درې واړو ملکونو عزم کړېدے چې خپله خاوره به د هيڅ يو ملک خلاف د ترهه ګرۍ لپاره نه استعماليږي او د هر قسمه دهشت ګردۍ به بغير د څه فرق کارروائي کيږي

درې واړو ملکونو باهمي سياسي اعتماد لپاره مشترکه کوششونه کولو او ترهه ګرۍ خاتمے پشمول سيکيورټۍ شعبه کښې تعاون جاري ساتلو باندې اتفاق کړېدے

اعلاميه کښې زياته کړي شوېده چې درې واړو ملکونو ترمينځه ون بيلټ ون روټ منصوبے لاندې رابطے او مرستې سيوا کول او پاک افغان تجارت ته وده ورکولو لپاره کابل پيښور موټر وے تعمير د چين په مدد مکمل کولو باندې هم اتفاق کړېدے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.