افغانستان په مسئله غور لپاره د پاکستان،افغانستان او چين سه فريقي مذاکرات نن اسلام آباد کښې کيږي

د درې واړو ملکونو خارجه وزيران دې اهم مذاکراتو کښې شرکت کوي،افغان سولې عمل او افغانستان مستقبل په حواله به صلاح مشورې کيږي

د خارجه دفتر ترجمان ډاکټر فيصل لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې پاکستان د افغانستان په حواله کيدونکې سه فريقي مذاکراتو کوربه دے

بيان ترمخه د پاکستان،افغانستان او چين خارجه وزيرانو په مشرۍ کښې اهمه ناسته اسلام آباد کښې کيدونکي ده

دې مذاکراتو کښې د پاکستان د وفد مشري شاه محمود قريشي،د افغانستان د وفد مشري خارجه وزير صلاح الدين رباني او وانګ ژي د چين د وفد مشري کوي

په مجموعي توګه درې واړو ملکونو ترمينځه د سه فريقي مذاکراتو دا دريمه مرحله ده چې پکښې افغان امن عمل په حواله د امريکې او طالبانو ترمينځه روان مذاکراتي عمل او د دې وروستو په صورتحال د خيالاتو بدلون کيږي

دغه رنګ د ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ او د سيمې سيکيورټۍ په معاملو به هم دې مذاکراتو کښې خبرې اترې کيږي

مستقبل کښې افغانستان سره د پاکستان او چين همکارۍ،باهمي تجارت او سي پيک منصوبه کښې د افغانستان د شاملولو په معاملو هم دې مذاکراتو کښې صلاح مشورې کيږي

امکان دے چې د مذاکراتو ختميدو وروستو به د اجلاس مشترکه اعلاميه هم جاري کولے شي

دې نه اګاهو د درې واړو ملکونو وړومبې اجلاس کال 2017 کښې د چين په بيجنګ او دوئم دور تير کال کابل کښې شوي وو

د امريکې او طالبانو ترمينځه په ممکنه توګه کيدونکې امن مذاکراتو نه وړاندې د پاکستان،چين او افغانستان د خارجه وزيرانو ناسته خصوصي اهميت لري چې پکښې د افغانستان او سيمې مستقبل په حواله د اهمو فيصلو امکان دے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.