خارجه وزيرمائيک پومپيو طالبانو سره امن معاهده نه لاس ليک کوي،ټائم ميګزين

طالبانو سره ممکنه سولې مسوده کښې ډيرې اهمې معاملې ناڅرګنده دي چې لوجې ئې مائيک پومپيو په معامده دستحط کولو خطره په سر نه اخلي،امريکائي ميګزين

ټائم ميګزين کښې شائع شوي رپورټ کښې وئيلي شويدي چې طالبانو سره په ممکنه توګه کيدونکې امن لوظنامه باندې به مائيک پومپيو لاس ليک نه کوي

رپورټ کښې د امريکنې چارواکو په حواله وئيلي شويدي چې طالبان غواړي چې د امريکې خارجه وزير  دې د ” افغانستان اسلامي امارت ‘’سره د امن معاهده لاس ليک کړي ولې مائيک پومپيو داسې کول طالبان سياسي قوت په حيث تسليمولوبرابرګني او هم دغه وجه ده چې هغه نه غواړي چې په امن مسوده دې په خپله لاس ليک وکړي

رپورټ کښې دا هم ليکلي شويدي چې د طالبانو او امريکې ترمينځه فائنل شوي دې امن مسوده کښې ډير اهم موضوعات ناڅرګنده دي چې پکښې د القاعده خلاف عملياتو لپاره افغانستان کښې د امريکني پوځ موجودګي، د معاهدې وروستو جنګ بندۍ په معامله ټينګ پاتې کيدو باور او د امريکې خيرخواه افغان حکومت پاتې کيدل شامل دي

رپورټ کښې زياته کړي شويده چې په دې اهم مسوده لاس ليک په حواله د مائيک پومپيو انکار وروستو دوه امکانات شته،  وړومبې دا چې  زلمې خليل زاد به په امن معاهده دستحط وکړي او يا به امريکه او طالبان په دې حواله ګډه اعلاميه جاري کړي

بلخوا افغان دولت هم طالبانو سره په ممکنه توګه کيدونکي امن لوظنامې په مسوده د امريکې نه وضاحت غوښتې دے

د اولسمشر اشرف غني ترجمان صديق صديقې په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي طالبانو سره امن معاهده لاس ليک کولو نه مخکښې بايد چې دا وضاحت وشي چې دې لوظنامې وروستو به د راتلونکې خطرو مخ نيوې تر څه حده پورې وشي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.