وزيراعظم په طورخم او چمن چيک پوسټونود ټرکونو نه بهته اخستو نوټس واخست

په چيک پوسټونو د پوليسو،ايف سي، رينجرز ،کسمټز او ايکسائز عملې لخوا زياتې کرايانې وصولولو شکايتونه سيوا شوي وو،وزيراعظم هاؤس

وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې عمران خان د  کراچۍ طورخم او کراچۍ چمن روډونو باندې قائم چيک پوسټونو لخوا د  ټرکونو نه په غيرقانوني توګه سيوا کرايانې وصولو د شکايتونو نوټس اخستے دے

بيان ترمخه دا شکايتونه  په مختلفو چيک پوسټونو تعينات پوليس،ايف سي، رينجرز، کسټم او ايکسائز محکمې اهلکارو خلاف راغلي دي

بيان کښې دا هم وئيلي شويدي چې غيرقانوني کرايانې وصولول او بهته غوښتل د کمزور نګرانۍ يا په دې معامله سترګې  پټولو علامت دے او دا د ايکسائز په قوانينو سواليه نښه ده

بيان کښې زياته کړي شوېده چې وزيراعظم عمران خان د چيک پوسټونو شميره کمولواو د ټولو ادارو او ايجنسو مشترکه چيک پوسټونه قائمولو هدايت کړيدے

دغه رنګ وزيراعظم  د چيک پوسټونو قوائد او ضوابط د بدلولو حکم کړے  او واضحه کړي ئې ده چې په دې احکاماتو عمل درآمد نه کونکي د چيک پوسټونوعملے،سپروائزر افسرانو،د وزارتونو انتظامي مشرانو،چيف سيکرټريانو،آئي جيز او ډي آئي جيز خلاف به سخته کارروائي کولې شي

ياده دي وي چې د کراچۍ نه د طورخم او چمن روډونو د لارې افغانستان ته د تاجرانو مالونه اوړونکي ګاډو مالکانو وخت په وخت په دې چيک پوسټونو د دوي نه اضافي ټيکس او غيرقانوني رقم ترلاسه کولو شکايتونه کول ولې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان حکومتونو په دې معامله مکمل خاموشي خپله کړي وه

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.