افغان سولې معاهده، امريکه به پنځه پوځي اډې پريږدي،زلمې خليل زاد

سوله کوؤ ولې د طالبانو اسلامي امارت امريکې ته د منلو نه دے،زلمې خليل زاد

د افغانستان طلوع خبري ادارې سره مرکه کښې زلمي خليل زاد وئيلي دي چې طالبانو سره فيصلے ته رسيدلي يو خو د صدر ډونلډ ټرمپ د منظورۍ په انتظار يو

د هغه وينا وه چې امن معاهده لاس ليک کيدو ورستو به په څلور نيمو مياشتو کښې امريکني پوځيان په افغانستان کښې خپل پنځه اډې خالي کوي او5000 عسکر به واپس رابللي شي

امريکني استازي دا هم وئيلي دي چې امن لوظنامې وروستو به بين الافغاني مذاکرات کيږي چې پکښې به امريکه خو ګډون نه کوي ولې که ضرورت پيښ شو نو د خبرو اترو دې پړاؤ کښې به مرستې ضرور کوي

زلمي خليل زاد دا هم وئيلي دي چې کومو سيمو نه امريکني پوځيان ووځي نو پکار ده چې هلته ډز بندي هم وشي خو مکمل جنګ بندۍ معامله بين الافغاني مذاکراتو د ايجنډې برخه جوړول هم ضروري دي

يوې پوښتنې په جواب کښې هغه ووئيل چې  امريکې ته په افغانستان کښې د طالبانو اسلامي امارت بيا راتګ منطور نه دے او دا به چرې هم ومنو چې طالبان دې په افغان اولس په زور زبردستۍ خپله ايجنډا او نظريه مسلط کړي

بلخوا کابل کښې زلمي خليل زاد د افغان اولسمشر،چيف ايګزيکټيو او پخواني صدر حامدکرزئۍ پشمول نورو سياسي مشرانو سره بيل بيل ملاقاتونه کړي او دوحه مذاکراتو کښې شوي پرمختګ نه ئې افغان مشران خبر کړيدي

د اولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي ميډيا سره خبرو په مهال وئيلي دي چې زلمي خليل زاد د امريکې او طالبانو ترمينځه د ممکنه امن لوظنامې متن افغان دولت سره شريک کړېدے

صديقي وينا ترمخه افغان دولت به دا متن لولي او که په دې حواله ئې څه دريز يا تحفظات وي نو د هغې نه به واشنګټن انتظاميه خبرولي شي

امکان دے چې د کابل دورې نه پس به امريکني استازې زلمې خليل زاد اسلام آباد ته هم راشي او طالبانو سره په ممکنه توګه کيدونکي امن معاهدې په معامله به د پاکستان سياسي او عسکري قيادت اعتماد کښې اخلي

 

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.