کابل ښارکښې بمي چاودنه 16 کسان په حق رسيدلي،100 نه سيوا ژوبل

ګرين ويلج باندې حملے په نيت راغلي پنځه طالبان وژلي شويدي،داخله وزارت

د افغانستان پلازمينه کابل کښې دا چاودنه د شپے ناوخته شوي وه چې پکښې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړيدلي ده

د پيښې په حواله خبري ادارو ته  ورکړي شوي تفصيلاتو کښې د داخله وزارت ترجمان نصرت رحيمي وئيلي دي چې دا چاودنه ګرين ويلج سره نزدي شويده

د هغه وينا ترمخه بم په يو ټريکټر کښې نصب کړي شوي وو او د حملے  هدف  د بهرملکي وګړو د استوګنۍ ځائې وو

نصرت رحيمي زياته کړه چې چاودنې لوجۍ 16ملکي وګړي په حق رسيدلي او119 ژوبل شويدي

داخله وزارت  ترجمان دا هم وئيلي دي چې وسله والو د بمې چاودنې وروستو په ګرين ويلج د حملے منصوبه جوړه کړي وه او پنځه جنګيالي دغه ځائې کښې پټ شوي وو کوم چې سيکيورټي فورسز سره نښتې په مهال وژلي شويدي

د چاودنې وروستو امنيتي اهلکارو ګرين ويلج کښې موجود 400 بهرملکي وګړي محفوظ مقام ته منتقل کړيدي

د بمي چاودنې لوجې متاثره سيمه کښې يو پټرول پمپ هم په مکمله توګه سوزيدلے دے

د طالبانو ترجمان ذبيح الله مجاهد په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې د کابل بمې چاودنې ذمه واري قبوله کړے او وئيلي ئې دي چې دا بريد د امريکې لخوا په ملکي وګړو د بمبارۍ او د شپے لټوني آپريشن په ردعمل کښې شوېدے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.