اے اين پي د عبدالطيف آفريدي پارټۍ رکنيت معطل کړو،سنيټر ستاره آياز ته شوکاز نوټس جاري

عبدالطيف آفريدي د پارټۍ د ډسپلن په خلاف ورزۍ پارټۍ نه بهر کړي شو،اعلاميه

باچا خان مرکز نه جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې د پارټۍ صوبائي صدر ايمل ولي خان د عبدالطيف آفريدي د پارټۍ رکنيت معطل کړېدے

اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې پارټۍ لخوا عبدالطيف آفريدي ته شوکاز نوټس جاري کړي شوي وو او ورته هدايت شوي وو چې د دې نوټس جواب دې يوه هفته کښې ورکړي ولې هغه جواب نه دي جمع کړے چې لوجې ئې مجبورا د پارټۍ صدر د هغه رکنيت معطل کړو

اعلاميه کښې دا هم وئيلي شويدي چې ايمل ولي خان دا اقدام د پارټۍ د آئين باب نمبر دريم او شق نمبر 27 لاندې پورته کړېدے

د تيرې مياشتې په 23 نيټه د اے اين پي صوبائي صدر لخوا عبدالطيف آفريدي ،عمران آفريدي او آياز وزير ته شوکاز نوټسې جاري کړي وې چې پکښې وئيلي شوي وو چې درې واړو مشرانو قبائيلي ضلعو کښې د صوبائي اسمبلۍ د نشستونو لپاره شوي اليکشن کښې د پارټۍ د اميدوارانو په ځائې د آزاد اميدوارانو سپورټ کړي وو او عبدالطيف آفريدي د اے اين پي د اميدوار په مقابله کښې خپل زوې اليکشن ته اودرولي وو

دې درې واړو مشرانو ته شوکاز نوټس کښې هدايت شوي وو چې اووه ورځو کښې دننه دې د دې نوټسو جواب ورکړي

بلخوا ايمل ولي خان د پارټۍ سنيټرې ستاره آياز ته هم شوکاز نوټس جاري کړېدے،شوکاز نوټس کښې وئيلي شويدي چې هغه صوابۍ کښې پارټۍ دننه ګروپ بندۍ ته وده ورکوي

شوکاز نوټس کښې دا هم وئيلي شويدي چې اے اين پي په ټکټ ستاره آياز د سينټ ممبره جوړه شويده ولې د سنيټر په حيث هغه صوابۍ کښې ضلعي او صوبائي تنظيمونه اعتماد کښې نه اخلي او د پارټۍ د تنظيمي نظم و ضبط خيال هم نه ساتي چې لوجې ئې د  پارټۍ د کارکنانو ترمينځه غلط فهمي پيدا کيږي

پارټۍ لخوا ستاره آياز ته د دې نوټس جواب جمع کولو لپاره اووه ورځے مهلت ورکړي شوېدے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.