پيښور عدالت د محسن داوړ او علي وزير ضمانت بنو نه پيښور ته منتقل کول مسترد کړو

د دواړو مشرانو د ضمانتونو فيصله به د بنو ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت کوي،د هائي کورټ فيصله

د پيښور هائي کورټ بار ايسوسي ايشن صدر عبدالطيف آفريدي او طارق افغان پيښور هائي کورټ کښې درخواست جمع کړي وو چې پکښې مطالبه شوي وه چې  د قبائيلي ضلعو نه متنخب شوي د قامي اسمبلۍ د ممبرانو علي وزير او محسن داوړ د ضمانتونو درخواستونه دې پيښور هائي کورټ ته منتقل کړي شي

د پيښور هائي کورټ چيف جسټس وقار احمد سیٹھ د دې درخواست سماعت کړېدے۔ سماعت په وخت د درخواست ګزارو وکيلان او د خيبر پښتونخوا ايډوکيټ جنرل شمائل بټ عدالت ته وړاندي شوي وو

عدالت د کيس سماعت دوران د محسن داوړ او علي وزير د ضمانت درخواستونه پيښور هائي کورټ ته منتقل کولو په حواله درخواست مسترد کړو او خپله فيصله کښې عدالت ووئيل چې د دوي د ضمانتونو په حواله فيصله به د بنو ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت کوي او عدالت دا کيس خارج کړو

د پښتون تحفظ مومنټ سره تعلق لرونکي دا دواړه مشران د مئي مياشتې په اتويشتمه نيټه د شمالي وزيرستان خړ کمر چيک پوسټ باندې د حملے په الزام کښې سيکيورټي اهلکارو نيولي وو او د بنو ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت کښې پرې مقدمه چليږي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.