افغان امن عمل کښې کابل انتظاميه نظرانداز کول خانه جنګې ته بيا لمن وهل دي،اسفنديارولي خان

کشمير په مسئله د پاکستان خارجه پاليسي ناکامه شوے او صرف په ټوئټر مقابله کوؤ،اسفنديارولي خان

د پيښور باچا خان مرکز کښې کنونشن ته وينا په مهال اسفنديارولي خان په حکومت غږ کړي افغانستان کښې د افغان ملت په مشرۍ کښې جوړ د حکومت ملاټر دې وکړې شي

د هغه وينا وه چې بعغې کسان د کشمير مسئله د افغانستان سره تړي ولې افغان جنګ لوجې د پاکستان بچي تباه کيږي چې ترڅو کابل کښې امن په ځائې شوي نه وي پاکستان کښې هم قلاري راتلل ګرانه ده

د اے اين پي مرکزي صدر واضحه کړه چې افغان جنګ نه نيغ په نيغه پښتون قام متاثره کيږي، زمونږ مشران د دې جنګ خلاف وو او مونږ ئې هم کلک مخالفت کوؤ

اسفنديار ولي خان زياته کړه چې نريندر مودي په  کشمير کښې  دهشت ګردي شورو کړېده خو ترهه ګر چرې هم د ټوپک په زور خپله نظريه په خلقو نه شي مسلط کولے

د عوامي نيشنل پارټۍ مشر دا هم وئيلي دي چې د کشمير په معامله مونږ نړۍکښې يواځي پاتي شوي يو حکومتي خارجه پاليسي د ناکامۍ سره مخ ده که اوس هم حکمرانان رابيدار نه شول نو راتلونکي وخت کښې به هم دغه شان سر ټيټي ګرځو

اسفنديار ولي خان وينا ترمخه وفاقي حکومت خيبر پښتونخوا او قبائيلي ضلعو ته خپل حق نه ورکوي او دا چې د حکومت بے غورۍ لوجې  وزيرستان نه تر پيښور ترهه ګرۍ بيا سر پورته کړېدے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.