طورخم بارډر په آزمائشي توګه نن نه د 24 ګهنټو لپاره کهلاؤ شوے

افغان اولسمشر اشرف غني تاجرانو او اولس ته سهولت ورکولو لپاره طورخم لار مستقل کهلاؤ ساتلو مطالبه کړي وه

حکومت افغان اولس او په خصوصي توګه تاجرانو ته سفري آسانتياګانې  ورکولو لپاره طورخم ګيټ نن نه په آزمائشي توګه شپه او ورځ پرانستے ساتلو ګام پورته کړيدے

د حکومت دې اقدام سره به نه  صرف دا چې افغان تاجرانو ته  خپل مالونه د واهګه بارډر د لارې هندوستان ته  اوړولو راوړلو کښې سهوليات ترسره شي بلکه پاکستان ته د علاج معالجې لپاره افغانستان نه راتلونکي مريضانو ته به هم فائده اورسي

دې نه مخکښې به طورخم ګيټ د سحر نه تر ماښام پورې کهلاؤ وو ولې بيا به دا لاره د خلقو او د ګاډو د تګ راتګ لپاره بنده وه

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو محکمې وزير شوکت يوسفزئۍ بي بي سره خبرو په مهال وئيلي دي چې طورخم لار په مستقل توګه پرانستې ساتلو په حواله به لويه دستوره يو څو ورځو کښې منعقد کولي شي چې پکښې به وزيراعظم عمران خان دا ګيټ شپه او ورځ کهلاؤ ساتلو افتتاح کوي

د جولائۍ مياشتې په يوديرشمه نيټه  وزيراعلي محمود خان د طورخم بارډر دوره کړي وه او دا لار د 24 ګهنټو لپاره  پرانستي ساتلو په حواله د انتظاماتو جائزه ئې اخستي وه

په طورخم بارډر د سمګلنګ مخ نيوي او د غير قانوني تګ راتګ مخ نيوي لپاره د  کسټم 67 اضافي اهلکارهم  تعينات کړي شويدي

ياده دي وي چې د افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني د پاکستان دورې په مهال وزيراعظم عمران خان سره ملاقات دوران مطالبه کړي وه چې د

افغانستان تجارتي سامانونه په آسانۍ سره واهګه بارډر د لارې بهارت ته رسولو کښې مرستو لپاره دې ظورخم ګيټ مستقل کهلاؤ وساتلي شي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.