ټول ملک او آزاد کشمير کښې د بهارت د آزادۍ ورځ د تورې ورځې په حيث نمانځلي شي

په ټولو سرکاري ودانو قامي بيرغ ټيټ دے او تورې جهنډے پرې لګولي شويدي

د بهارت يوم آزادي د تورې ورځې په حيث نمانځلو فيصله د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د قامي سلامتيا کميټۍ اجلاس دوران شوي وه

د تورې ورځې نمانځلو مقصد کشميري اولس له باور ورکول دي چې پاکستاني اولس هغوي سره اوګه په اوګه ولاړ دے او د خپلواکۍ حق ترلاسه کولو لپاره به د کشميري وګړو اخلاقي او سياسي حمايت جاري وي

دې سلسله کښې د پاکستان او آزاد کشمير په سرکاري ودانو قامي بيرغ ټيټ کړي شويدے

 

د بهارت لخوا د مقبوضه کشمير خصوصي حيثيت ختمولو فيصلې خلاف احتجاج په توګه په کورونو او سرکاري ودانو تورې جهنډے لګولي شويدي

دغه رنګ د کشميريانو سره د يو والې اظهار لپاره د خصوصي دستورو تابيا شوي او مختلف ښارونو کښې احتجاجي ريليانې ويستلي شويدي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.