دري اويايمه(73) يوم آزادي کشميريانو سره د يو والي اظهار په توګه نمانځلي کيږي

ملک ته راپيښ مسائلو مخ نيوي او د امن او ترقۍ لپاره به ټول قام له يو موټي کيدل وي،د صدر مملکت او وزيراعظم پيغامونه

د آزادۍ ورځې په مناسبت د سحر مانځه نه پس د ملک امن واستحکام او په خصوصي توګه د کشميري وګړو د حق خود اراديت د کاميابۍ لپاره دعاګانې غوښتلي شويدي

د يوم آزادۍ په مناسبت سرښاراسلام آباد کښې د 31 او د صوبو په سرښارونو کښې د 21۔21 توپو سلامي وړاندي کړي شويده

د دې ورځې په مناسبت د خصوصي دستورو تابيا شوے په سرکاري ودانو د قامي بيرغ پورته کولو خصوصي تقريبات شويدے او مختلف ښارنو کښې ريليانې ويستلي شويدے

د يوم آزادۍ په موقع خپل پيغام کښې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د آزادۍ لپاره د خپلو سرونو قرباني ورکونکي شهيدانو ته د عقيدت پيرزوني وړاندي کړيدي

د هغه وينا وه چې د آزادۍ د ورځې جشن نمانځلو دوران مونږ له به دا لوظ کول وي چې د ملک سلامتيا او څوکالۍ او ملک ته راپيښ ټول چيلنجونو مخ نيوي لپاره به په شريکه کوششونه کوؤ

خپل پيغام کښې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي زياته کړېده چې د آزادۍ د خوشحالۍ په موقع کشميري وګړي زمونږ نه هير نه دي بهارتي حکومت دې ياد اوساتي چې د رياستي دهشت ګردۍ د لارې دوي د کشمريانو د آزادۍ تحريک نه شي کمزوري کولے

په دې موقع خپل پيغام کښې وزيراعظم عمران خان ټول قام له د آزادۍ د ورځې مبارکي ورکړي او وئيلي ئې دي چې 14 اګست زمونږ مذهبي،کلتوري او سماجي اقدارو د تحفظ لپاره قربانۍ ورکونکو د يادولو ورځ ده

وزيراعظم خپل پيغام کښې دا هم وئيلي دي چې الله تعالې پاکستان له ډير نعمتونه او وسائل ورکړيدي او دا چې د قائد اعظم محمد علي جناح په اصولو عمل درآمد د لارې مونږ مخ په وړاندې تللې شو

عمران خان زياته کړه چې نن زمونږ لپاره د خوشحالۍ موقع ده ولې په بے ګناه کشمريانو د بهارتي ظلم او زيادتۍ ډير خفه کړي يو او کشميري وړوڼو خويندو له باور ورکوؤ چې پاکستان به هميشه دوي سره اوګه په اوګه ولاړ وي

 

بهارتي حکومت لخوا د مقبوضه کشمير خصوصي حيثيت ختمولو او په کشميري وګړو د ظلمونو نوې سلسله شورو کولو په تناظر کښې پاکستان کښې يوم آزادي د کشميري وګړو سره د يووالي د اظهار په توګه نمانځلي کيږي او د حکومت لخوا” کشمير بنے گا پاکستان” عنوان سره خصوصي لوګو هم جاري کړي شويده

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.