لاکهونو حاجيانو وقوف عرفه ادا کړہ،امام الشيخ محمد د حج خطبه وړاندي کړے

بايد چې ټول عالم اسلام خپل مينځي اختلافات ختم کړي او يو موټي دي شي،امام الشيخ محمد بن حسن

د نړۍ د ګوټ ګوټ نه راغلي شل لاکهو نه سيوا حاجيانو ټوله ورځ ميدان عرفات کښې کهلاؤ آسمان لاندې  تيره کړي،د حج اهم او ټولو لوئې رکن وقوف عرفه ئې ادا کړيده

امام الشيخ محمدبن حسن آل شيخ د حج خطبه وړاندي کړي او د يووالي درس ئې ورکړيدے

هغه په ټولو مسلمانانو زور راوړي دے چې  په عقيده توحيد  دے پوخ يقين لري او د  الله تعالي احکاماتو مطابق دې ژوند تيرول په ځان لازم وګني هم دا د نجات او د جهنم نه د خلاصۍ لار ده

امام الشيخ بيان ترمخه مونږ له هر چا سره د رحمت معامله کول پکار دي که هغه انسان دے او که ځناور

محمد بن حسن آل شيخ په خطبه کښې دا هم وئيلي دي چې پيغمبر پاک(صل الله عليه واله وسلم) ټولو مسلمانانو له يو بدن سره تشبيح ورکړېدے چي چرته هم درد و تکليف وي نو ټول جسم دغه درد محسوسه وي پکار ده چې د نبي آخر الزمان تعليماتو په رڼا کښې ټول اسلامي ملکونه نفرتونه ختم کړي او يو موټي شي

امام الشيخ په ټول عالم اسلام زور راوړے چې د الله د رحمت نه دې مايوسه کيږي نه ،د خپلو ګناهونو نه دې توبه ګار شي ،مونځونه دې ادا کوي او باقاعدګۍ سره دې د قرآن پاک تلاوت خپل عادت جوړ کړي او چې الله پرې کوم نعمتونه او فضلونه کړيدي د هغې دې شکر اوباسي

د حج د خطبه نه پس حاجيانو د ماسپخين او مازيګر مونځونه يو ځائې په ميدان عرفات کښې ادا کړے او د قرآن پاک تلاوت سره سره ئې ذکر اذکار هم کړيدے

په ميدان عرفات ټوله ورځ تيرولو وروستو حاجيان مزدلفې ته تلي دي او دغه رنګ د حج نور مناسک به ادا کوي او قرباني کولو نه پس به احرامونه پرانځي۔

 

 

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.