د کشمير کشاله د افغان سولي عمل سره هيڅ تعلق نه لري،افغان طالبانو ترجمان

پاکستان او بهارت واکمن دې داسې ګام پورته کولو څخه ډډه وکړي چې ترې سيمه کښې تاؤ تريخوالي راشي يا د کشميري اولس حق د خښپو لاندې شي،زبيح الله مجاهد بيان

د طالبانو د وياند لخوا جاري شوي بيان کښې د مقبوضه کشمير خصوصي حيثت ختمول او هلته اضافي پوځ ليږلو په حواله د بهارتي حکومت د اقداماتو مذمت شويدے

بيان کښې زبيح الله مجاهد وئيلي دي چې د کشمير تازه حالاتو هلته ميشته مسلمانان د ستونزو او مشکلاتو سره مخ کړيدي مونږ د کشمير په صورتحال انديښمن يو

بيان ترمخه بهارت او پاکستان حکومتونه دي هيڅ داسي ګام نه پورته کوي چې لوجې ئۍ سيمه کښې تاؤ تريخوالي پيدا کيدو ويره وي او يا د کشمريانو د حقونو خلاف ورزي کيږي

بيان کښې زياته کړي شويده چې افغانستان او کشمير بيلا بيلې ستونزي دي دواړه مسائل يو بل سره تړلو سره د کشمير شخړې ته هيڅ فائده نه رسي

خپل بيان کښې د طالبانو وياند اسلامي ملکونو،او آئي سي،متحده قامونو او د نړۍ نورو ملکونو باندې زور راوړيدے چې د کشمير د مسئلي هوارولو کښې دې خپل کردار ادا کړي او دواړه ملکونه دې په دې مجبورا کړي چې خپل مينځي تاؤ تريخوالې پيدا کولو په ځائې دې د مذاکراتو د لارې دا کشاله حل کولو کوشش وکړي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.