پاک بهارت کشيدګي،سمجهوته ايکسپريس بندولو او پاکستاني سنيماګانو کښې بهارتي فلمونو په نمائش بنديز لګولي شوي

په کشميري وګړو روان ظلم او زيادتي باندې پاکستان نور خاموشه نه شي پاتي کيدے،شيخ رشيد

اسلام آباد کښې پريس کانفرنس دوران د ريلوے وفاقي وزير شيخ رشيداحمد سجمهوته ايکسپريس د بندولو اعلان کړي او وئيلي ئې دي  چې موجوه حالاتو کښې بهارت سره سمجهوته ايکسپريس نور نه شو چلولے

د شيخ رشيد وينا وه چې ريلوے حکام ته هدايت شويدے چې د سمجهوته ايکسپريس ډبے دي د اختر لپاره نورو ټرينونو کښې استعمال کړي

وفاقي وزير دا هم ووئيل چې نريندر مودي انتظاميې سازش او ايجنډې لوجۍ دواړه ملکونه حالت جنګ کښې دي ولې که دوباره په پاکستان دا جنګ مسلط کړي شو نو دا به آخري جنګ وي

د يوې پوښتني په جواب کښې شيخ رشيد ووئيل چې پاکستان او کشميري اولس د يو بل نه جدا کول ګران دي او دا چې په کشمريانو د بهارتي پوځ ظلم او زيادتي باندې پاکستان خاموشه نه شي پاتي کيدے

بلخوا د اطلاعاتو او نشرياتو لپاره د وزيراعظم خصوصي صلاح کارې  فردوس عاشق اعوان په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې  په پاکستان کښې د بهارتي فلمونو په نمائش بنديز لګولو اعلان کړيدے

د هغې وينا وه چې د پاکستان په سنيماګانو کښې به د بهارت فلمونه،ډرامے او نور مواد نشر کولو باندې مکمل بنديز لګولي شويدے

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.