نيب ټيم مريم نواز ګرفتار کړېده،د نواز شريف وراره يوسف عباس هم ګرفتار

مريم نواز او يوسف عباس چودهري شوګرملز کيس کښې ګرفتار کړي شويدي،نيب اعلاميه

نيب ټيم مريم نواز د لاهور کوټ لکهپت جيل نه هغه مهال ګرفتار کړي وه کله چې هغه خپل پلار ميا نواز شريف سره ملاقات کولو نه پس جيل نه واپس کور ته تلونکي وه

دغه رنګ د نيب ټيم د مريم نواز د ترهه زوې يوسف عباس هم ګرفتار کړېدے

نيب لخوا جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې مريم نواز او يوسف عباس چودهري شوګر ملز کيس کيښې ګرفتار کړي شويدي

اعلاميې ترمخه مريم نواز دې کيس کښې نيب لاهور دفتر ته نن رابللي شوي وه ولې هغه نه ده حاضره شوي چې لوجې ئې نيب ټيم هغه او عباس يوسف حراست کښې واخستل

د مريم نواز په ګرفتارۍ مسلم ليګ ن او پيپلزپارټۍ پشمول نورو سياسي ګوندونو سخت غبرګون ښودلي دے او دا ئې د حکومت لخوا انتقامي کارروائي ګرځولي ده

د مريم نواز په ګرفتارۍ بلاول بهټو زرداري د قامي اسمبلۍ غونډې ته خطاب دوران د وزيراعظم عمران خان خلاف سخته لهجه خپله کړي وه  او د هغې په ګرفتارۍ ئۍ احتجاجا د ايوان د کارروائۍ نه بائيکاټ کړي وو

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.