بهارت سره سفارتي اړيکې محدود او دوه اړخيزه تجارت ختمولو فيصله،بهارتي هائي کمشنر ته پاکستان پريښودو هدايت شوے

وزيراعظم عمران خان د بهارت د څه قسمه جارحيت موثره جواب ورکولو لپاره پاک پوځ ته ويخ او بيدار اوسيدو هدايت کړېدے

د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه شويده چې پکښې اهمې فيصلي شويدے

د اجلاس وروستو جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې د غونډۍ ګډون والو د مقبوضه کشمير خصوصي حيثيت ختمولو په حواله د بهارت يک طرفه او غيرقانوني اقدام په نتيجه کښې پيدا شوي صورتحال جائزه اخستي ده

دغه رنګ د مقبوضه کشمير او کنټرول لائن په صورتحال هم  دې اجلاس کښې غور شويدے

اعلاميې ترمخه اجلاس کښې بهارت سره سفارتي تعلقات محدود کولو او دوه اړخيزه تعلقاتو بيا د سره جائزه اخستو فيصله شويده

دواړو ملکونو ترمينځه تجارت معطل کولو او د مقبوضه کشمير خصوصي حيثيت ختمولو معامله د متحده قامونو سلامتي کونسل کښې پورته کولو فيصله هم شويده

اعلاميه کښې زياته کړي شويده چې اجلاس دوران  14اګست کشميري اولس سره د يووالې اظهار په توګه نمانځلو او په 15 اګست د بهارت يوم آزادي د تورې ورځې په حيث نمانځلو فيصله شويده

اجلاس ته د وينا په وخت وزيراعظم عمران خان د بهارتي نسل پرستي او د بشري حقونو خلاف ورزۍ نړۍ ته په ډاګه کولو لپاره ټولې سفارتي ذرائع متحرک کولو هدايت کړيدے

وزيراعظم د ملک خپلواکۍ او پولو د تحفظ لپاره پاک پوځ ته د ويخ او بيدار اوسيدو هدايت هم کړېدے

د قامي سلامتيا کميټۍ په غونډه کښې وزير دفاع پرويز خټک،خارجه وزير شاه محمود قريشي،وزير داخله اعجاز شاه،د کشمير او ګلګت بلتستان امورو وزير نه علاوه چيئرمين جوائنټس چيفس آف سټاف،آرمي چيف،چيف آف سټاف،د پاک بحريه وائس چيف،ډي جي آئي ايس آئي،ډي جي آئي ايس پي آر،سيکرټري خارجه او نور اعلې چارواکو ګډون کړي وو

بلخوا د خارجه دفتر ترجمان ډاکټر فيصل لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د قامي سلامتيا کميټۍ اجلاس فيصلے مطابق بهارتي هائي کمشنر اجے بساريه ته پاکستان پريښودو حکم شويدے

بيان ترمخه بهارتي ډپټي هائي کمشنر خارجه دفتر ته رابللے شوي او د قامي سلامتيا کميټۍ د فيصلو نه خبر کړي شويدے

بيان کښې زياته کړه شويده چې بهارت لپاره د پاکستان هائي کمشنر هم نوي دلي ته د نه ليږلو فيصله شويده

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.