کابل کښې د پوليسو په سټيشن بم حمله،14 کسان په حق رسيدلي 145 ژوبل

چاودنې لوجې د پوليسو ودانې په مکمله توګه ړنګ شوي،طالبانو د حملے ذمه واري قبوله کړيده

د افغانستان داخله وزارت ترجمان نصرت رحيمي خبري ادارو ته وئيلي دي چې کابل ښار کښې د پوليسو سټيشن داخلي دروازې مخې ته بمي چاودنه شويده

د هغه وينا وه چې بريد ګر د بارودي موادو ډک ګاډې د پوليسو چيک پوسټ سره جنګولي چې لوجې ئې د پوليسو سټيشن ودانۍ په مکمله توګه تباه شوي او خواؤ شا کورونو او دفترونو ته هم زيان رسيدلي دے

هغه زياته کړه چې چاودنې لوجې د څلورو پوليس اهلکارو په ګډون 14 کسان په حق رسيدلي او 145 ژوبل شويدي

د چاودنې ژوبل کسانو کښې د زنانو او ماشومانو په ګډون 94 ملکي کسان شامل دي چې پکښې د ځنو حالت مرګوني ښودلي کيږي او د مړو کسانو شميره نوره لوړه کيدو انديښنه ده

د طالبانو وياند زبيح الله مجاهد د دې حملے ذمه واري قبوله کړي او دعوي ئې کړېده چې چاودنه کښې پوليسو ته درنه مرګ ژوبله اوړيدلي ده

کابل خونړۍ چاودنه په داسې مهال شوي چې طالبانو تيره ورځ صدارتي ټاکنو کښې برخه اخستونکي اميدوارانو په انتخابي کمپيئن د حملو دړکه ورکړي وه او په عام افغانانو ئې غږ کږي وو چې د اميدوارانو جلسو جلسونو کښې ګډون کولو نه دي ډډه وکړي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.