وزير سيفران شهريار آفريدي سره امريکې نائب خارجه وزيرې ايلس ويلز ملاقات،افغانستان په صورتحال غور

تير 40 کالو راهسې د افغان مهاجرينو کوربه توب په حواله د پاکستان کردار د ستائينې وړ دے،ايلس ويلز

سرکاري خبري ادارو ترمخه د جنوبي ايشيا لپاره د امريکې قائم مقام نائب خارجه وزيرې ايلس ويلز اسلام آباد کښې د سيفران محکمې وزير مملکت شهريارآفريدي سره ملاقات کړېدے

ملاقات دوران د امريکې او پاکستان ترمينځه اړيکو په پراختيا،افغان سولې عمل،د مهاجرينو واپسي او دوي ته د ويزو اجزا پشمول د سيمې سيکيورټۍ په معاملو خبري شويدي

ايلس ويلز تير 40 کالو راهسې په ښه شان د لاکهونو افغان کډوالو ميلمستيا کولو باندې د پاکستان حکومت شکريه ادا کړيده او دې سلسله کښې د امريکې ملاټر جاري ساتلو د عزم اظهار کړېدے

په دې موقع وفاقي وزير شهريارآفريدي ووئيل چې پاکستان د هرقسم سخت حالاتو باوجود د افغان مهاجرينو د قيام دوران دوي ته ښه نه ښه سهولت ورکولو لپاره هر ممکن کوشش کړېدے

شهريار آفريدي د نړي والې ورورولۍ له طرفه د افغان مهاجرينو امداد کمولو باندې د تشويش اظهار کړېدے او وئيلي ئې دې چې دې اقدام سره د مهاجرو فلاح و بهبود عمل او په خصوصي توګه تعليم او صحت شعبے د متاثره کيدو انديښنه ده

د هغه وينا وه چې د افغان کډوالو په ستونزو قابو موندو لپاره به نړي واله ورورلي او امداد ورکونکې ادارو له متحرک کردار ادا کول وي

دواړو مشرانو د افغان مهاجرينو باعزته واپسۍ او د دوي نور مسائل حل کولو لپاره د رابطو دا سلسله جاري ساتلو باندې اتفاق کړېدے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.