د بهارتي پارليمنټ قانون د کشميريانو د آزادۍ تحريک نه شي کمزوري کولے،وزيراعظم عمران خان

حکومت به د مقبوضه کشمير معامله د انصاف نړي وال عدالت او متحده قامونو کښې پورته کوي،پارليمنټ شريکې غونډې ته د وزيراعظم خطاب

د کشمير په صورتحال د پارليمان دواړو ايوانونو شريکې غونډې ته وينا په وخت وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې  بهارتيه جنتا پارټي د آر ايس ايس په نظريه کار کوي او نريندر مودي لخوا د مقبوضه کشميرخصوصي حيثيت ختمول د هندو راج قيام ته لارې پرانستل دي

د هغه وينا وه چې بهارت د سلامتي کونسل د قراردادونو او شمله معاهدې خلاف کار کړيدے او مقبوضه کشمير کښې د آزادۍ تناسب بدلول غواړي ولي نوي دلي انتظاميې له ياد ساتل پکار دي چې د پارليمنټ د لارې قانون بدلولو سره د کشميري وګړو مبارزه ختميدي نه شي بلکه دې کښې به نور هم سيوا والي راشي

د وزيراعظم وينا وه چې  سيمه کښې نوې جنګ شورو کيدو خلاف يو، مونږ بهارت له د مذاکراتو په حواله څو واري وړانديزونه وکړل ولي هغوي هيڅ مثبت جواب رانه کړو

عمران خان خپل خطاب کښې دا هم وئيلي دي چې بي جے پي د اليکشن ګټلو لپاره د  پلوامه حملے ډرامه وکړه او جنګي ماحول ئې جوړ کړو د کوم چې پاک فضائيه موثره جواب هم ورکړو،پاکستان لخوا بهارتي پائيلټ واپس ليږل نوي دلي انتظاميې له پيغام ورکول وو چې پاکستان د جنګ هيڅ اراره نه لري ولې د دې هر څه باوجود نريندر مودي خپله رويه کښې بدلون  رانه وستلو

وزيراعظم يو وارې بيا د نړي والې ورورلۍ نه مطالبه کړېده چې د سيمې امن او استحکام لپاره دې د کشمير کشاله هوارولو کښې خپل کردار ادا کړي

وزيراعظم زياته کړه چې کله مونږ محسوس کړه چې بهارتي انتظاميه امن کوششونه د پاکستان کمزوري ګڼي نو امريکني صدر ډونلډ ټرمپ ته مو درخواست وکړو چې دې معامله کښې دې خپل کردار ادا کړي ولې بهارت لخوا چې تيره ورځ کومه فيصله شويده د هغې نه دا ثابتيږي چې بهارت د پاکستان سره د مذاکراتو هيڅ اراده نه لري

وزيراعظم واضحه کړه چې پاکستان به د کشمير رياست د انضمام په حواله بهارتي کوششونه قبول نه کړي او خبردارې ئې ورکړېدے چې د نريندر مودي انتها پسندانه ذهنيت د سيمې او نړۍ امن د خطرو سره مخ کولې شي خو پاکستان هم د خپلې دفاع نه غافله نه دي د هر قسم جارحيت به فوري او موثره جواب ورکولې شي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.