آرمي چيف په مشرۍ کښې کور کمانډرانو کانفرنس،د ملک د خپلواکۍ تحفظ لپاره هر حد ته د تلو عزم شوے

پاک پوځ د حق خود اراديت ترلاسه کولو مبارزه کښې د کشميري اولس سره اوګه په اوګه ولاړ دے،آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه

آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه په مشرۍ کښې د کور کمانډرانو کانفرنس شويدے چې پکښې د مقبوضه کشمير په موجوده صورتحال غور شويدے

بيان کښې وئيلي شويدي چې د اجلاس ګډون والو د کشمير متعلق بهارتي اقدامات مسترد کولو په حواله د حکومت د موقف مکمل تائيد کړيدے

اجلاس دوران وئيلي شويدي چې پاکستان چرې هم مقبوضه کشمير کښې د بهارتي ناجائزه قبضے ته قانوني شکل ورکونکې آرټيکل 370 يا 35 اے منلي نه دے کوم چې اوس نوي دلي انتظاميې په خپله منسوخ کړېدے

کور کمانډرانو کانفرنس ته د وينا په وخت آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه وئيلي دي چې پاک پوځ د کشميري وګړو مبارزه کښې دوي سره اوګه په اوګه ولاړ دے

آرمي چيف زياته کړه چې د ملک د خپلواکۍ دفاع لپاره پاک پوځ خپلې ذمه وارۍ ترسره کولو او دې سلسله کښې هر حد ته تلو لپاره مکمل تيار دے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.