قطر مذاکراتو کښې د اهم پرمختګ دعوي،پوځيانو انخلا او ترهه ګرو سره طالبانو رابطے ختمولو په معامله اختلافات ختم،ذرائع

باور لرو چې امريکې سره سولي مذاکرات به د لوئي اختر نه مخکښې لاس ليک شي،سهيل شاهين

د قطر سرښار دوحه کښې د امريکې او طالبانو ترمينځه روان مذاکراتو په حواله د اهم پرمختګونو دعوي شويدے،دواړه فريقينو خپل بيل بيل بيانونو کښې د مذاکراتو دا اتم پړاؤ څه نتيجے ته رسيدو اشاري ورکړيدي

په ټوئټر ورکړي شوي خپل بيان کښې امريکني استاذي زلمي خليل زاد وئيلي دي چې طالبانو سره روان مذاکراتو د اهم پرمختګ په لور روان دي ولې دا ئې نه ده واضحه کړے چې فريقين په کومو معاملو متفق شويدي

د هغه وينا وه چې د امريکې او طالبانو تکنيکي ټيمونه د خبرو اترو دا روانه سلسله په مخکښې بيائي او دا چې افغان سولي عمل په بابله نړي وال همکاري ترلاسه کولو لپاره هغه د نوي دلي په دوره دے

بلخوا سرچينو دعوي کړې چې دې مذاکراتو کښې په هغه اهمو معاملو اختلافات ختم شويدي د کوم لوجې چې سولي عمل مسوده ليکلو کښې خنډان رامخي ته وو

سرچينو د طالبانو په حواله وئيلي دي چې د بهرملکي پوځيانو انخلا او ترهه ګر ګروپونو سره د طالبانو اړيکي ختمولو په حواله امريکې ته ضمانت ورکولو په معاملو اختلافات ختم شويدي او تکنيکي ټيمونه اوس د فيصلے په ميکانيزم کار کوي

سرچيني زياتوي چې طالبان غواړي چې دواړو فريقينو ترمينځه سولي تړون لاس ليک معاهده کښې دې چين او روس د ضامن هيوادونو په حيث شرکت وکړي

بلخوا د طالبانو د قطر دفتر ترجمان سهيل شاهين د امريکې يوې خبري ادارې سره مرکه کښې وئيلي دي چې کوشش کوؤ چې د مذاکراتو دا مرحله څه نه څه نتيجے ته اورسوؤ

هغه يو وارې بيا دعوي کړي چې سولي په حواله امريکې سره اتيا فيصده برخه کښې پرمختګ شويدي او چې په کومو معاملو اختلافات دي هغه د حل کولو په معاملو هم خبرې حتمي پړاؤ کښې دي

سهيل شاهين زياته کړه چې کوشش روان دے چې د سولي مذاکرات د لوئي اختر نه مخکښې لاس ليک شي

هم دغه رنګ څرګندونې افغانستان لپاره د پاکستان سفير زاهد نصرالله هم کړيدے۔د امريکې نشرياتي ادارے ته ورکړي شوي مرکه کښې پاکستاني سفير وئيلي دي چې د امريکې او طالبانو ترمينځه د سولي تړون به د روانې مياشتې په 13 نيټه لاس ليک شي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.