پاکستان د مقبوضه کشمير خصوصي حيثيت ختمولو په حواله بهارتي اعلان مسترد کړے،په صورتحال غور لپاره د پارليمان شريکه غونډه هم رابللے شوے

آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه کور کمانډرانو کانفرنس هم رابللے،د بهارت غيرآئيني اقدام خلاف به حکمت عملي ټاکلي شي

پاکستان د بهارتي حکومت هغه حکم نامه په مکمله توګه مسترد کړيده کوم کښې چې د آئين آرټيکل 370 منسوخ کړي شوي او د مقبوضه کشمير خصوصي حيثيت ختمولو اعلان شوي وو

د خارجه دفتر ترجمان ډاکټر فيصل لخوا جاري شوي بيان ترمخه مقبوضه کشميريو متنازعه علاقه ده کومه چې نړۍ هم تسليم کړېده او دا چې نوي دلي انتظاميه په هيڅ صورت کښې د دې حيثيت نه شي ختمولے

د هغه وينا وه چې د متحده قامونو د سلامتي کونسل قراردادونو مطابق مقبوضه جمو و کشمير يوه متنازعه علاقه ده او جمو و کشمير اولس پشمول پاکستان ته د بهارت دا فيصله قابل قبول نه ده

بيان کښې زياته کړي شويده چې د دې کشالے د فريق ملک په حيث به پاکستان دا غير قانوني کار اودرولو لپاره ټول ممکنه آپشنز استعمالوي

د خارجه دفتر ترجمان خپل بيان کښې دا هم وئيلي دي چې د خپلواکۍ حق ترلاسه کولو لپاره به پاکستان د کشميري اولس سياسي،سفارتي او اخلاقي مرستې جاري ساتي

په دې معامله غور لپاره د دواړو پارليمانو شريکه غونډه صبا سحر يوؤلس بجے رابللے شويده

اجلاس کښې به د بهارت لخوا په کنټرول لائن د جنګ بندۍ په مسلسل خلاف ورزو او د بهارتي حکومت لخوا  د  مقبوضه جمو و کشمير خصوصي حيثيت ختمولو په معاملو بحث کيږي

                                   

دغه رنګ آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه هم د کور کمانډرانو کانفرنس صبا رابللے دے چې پکښې به وادۍ نيلم باندې د بهارت لخوا د کلسټر بمونو حملے وروستو پيدا شوي صورتحال او د  مقبوضه کشمير په حواله د بهارتي حکومت غيرآئيني اقدام په معاملو به غور کيږي

اجلاس کښې به په پاک بهارت پولو څه قسمه ممکنه جارحيت موثره جواب ورکولو په معامله هم غور کيږي

بلخوا کشميري اولس سره د يوالي اظهار او د مقبوضه کشمير خصوصي حيثيت ختمولو خلاف د ملک مختلفو ښارونو او آزاد کشمير کښې ريليانې ويستلے شويدي چې پکښې د نريندر مودي انتظاميې اعلان مذمت شوي او دا اعلان مسترد کړي شويدے

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.