پښتو اکيډمۍ د لهجو کانفرنس د “لهجوي قاموس” جوړولو په ضرورت زور راوړو

کانفرنس دويم اجلاس کښې د توري, ورکزو, بيټنۍ, کاکړي او ناصري قبيلو او د هزارې پہ لهجو مقالې وړاندی کړی

لیک: اقبال حسین افکار

په تير پسې دويمه برخه
د ړومبې ورځې دويم اجلاس د پروفيسر ډاکټر اسماعيل ګوهر په صدارت کښې وشو ۔ نظامت شاکر ورکزي وکړو ۔ د تلاوت کلام پاک نه روستو د ايم فل سکالر ښاغلي نورغلام نوري د پښتنو د توري قبيلې او په لهجه بشپړه مقاله وړاندې کړه ښاغلي نوري وويل چې د ځنې خلقو دوي ته ترکمن ګډ کړي ځنې يې مغل ګڼي او ځنې ايراني نسل ګڼي ولی د توري قبيلې ژبه سوچه پښتو ده او کلتور يې سپيځلې پښتون دستور دی په پاړه چنار کښې ميشت دي ۔ځاځي ،توري د خوګيانو پښ دی ۔ ويلی شي چې خوګياني د دويمې پنځه بچې وو چې يو ورکښې توری دی ۔ نورغلام نوري زياته کړه چې زما د يادو د توريانو به توری په ” ت “ سره ليکو خو وس يې خلق په ” ط“ ليکي

په دې موقع مندوبينو وويل دباړه ګلۍ د پريکړې ترمخه هم توری په ” ت“ سره ليکل پکار دي ۔ ښاغلي نوري وويل د توريانو د لهجې غالب توري مرکزي لهجې ته ورته دي خو ځنې توري په وينا کښې توپير لري لکه افغانستان چې توری وايي نو په ذهن کښې يې د هم دغه افغانستان توری وي او وايي داسې اوفغانستان ۔ پلار په پولار ۔ دا سړی ۔ اې داسړی ۔هغوي راغلي دي ۔ هغوي راغلي ري ۔ مونږ ته مو ۔ زما ۔ اې ما ۔ غلی شه ۔ غولی شه ۔ دغه رنګ اشر ته بريته وايو ګړونج ته بير ځله وايو ۔

ښاغلي نوري په دې بابله لکه نورو سکالرانو ډيره خواري کړې وه ټولو مندوبينو د ښاغلي نوري مقاله وستايله کله چې هغه مقاله ولوسته کيناست څه ساعت پس په هغه د زړه دوره راغله چې ذکر يې ما مخکښې کړې دی۔ ورپسې ښاغلي شاکر ورکزي ته د ورکزو لهجې په بابله د خپل شوي کار لنډيز بيانولو وويلې شو۔ ښاغلي شاکر ورکزي وويل چې ورکرزی قبيله د ورکزی ضلعې په څلورو تحصليونو کښې پروت دی ۔ پنځه اتيا فيصده خلق يې سنيان دي او پنځلس فيصده شعياګان دي ۔ ورکزی د دله زاک ورور دی کټي او کودی دوه روڼه وو ۔ دله زاک او ورکزی د کودي اولاد دی ۔

په 1973 کښې ورکزی ځان له ايجنسي شوه ۔ په ايجنسۍ جوړيدو کښې د ميجر جنرل جمالدار لوې لاس وو ۔ اوس ځان له ضلع ده ۔ ښاغلي شاکر ورکزي ګڼ توري د ورکزی بيان کړل زه څه دلته د تاسو دپاره راوړم ۔غلي شو ـــــ غلي شئ ۔ راشو ـــــ راشئ ۔ دا سړے دے ـ دا ښځه دے ۔ بېځل ـــــ ګړونج یا په کور کښې په دیوال لګیدلې هغه تخته چې سامان پرې کېښودے شي ۔ بوتاړاک ـــــ تربوزک ۔ پوګاله ۔ معمولي باران

بلاګل ـــــ لمسول ۔ بياتي ـــــــ قینچي ۔ اونګي ـــــ سپوږمۍ ۔ړپه ــــــــ اننګے ۔ ارڅه ــــــــ راځه ۔ را اي کا ـــــــ راوله ۔ اي کا ــــــ بوزه ۔ شرکه ـــــ ښارو۔
ښاغلي اخترزمان ريسرچ په بيټنۍ لهجه وو ۔ هغه وويل چې ټانک هغه ضلع ده چې يو تحصيل لري په دې تحصيل کښې شپاړس يونين کونسلونه دي ۔ په ټانک کښې بيټنو سره مروت ،ګنډاپور،کندي،مچي ،بلوچ، وغيره ژوند کوي په دوي کښې ځنې خلقو پښتو ژبه خپله کړې ده۔ وايي چې ټانک کښې نواب سرور خان کټي خيل يو قلعه جوړه کړې وه په دې قلعه کښې يو پرشن د نواب صيب خاندان وسيدو او بل پرشن کښې عام ولس ددې قلعې ديوالونه شپاړس فټه وچت دي او 12 فټه پلن دي ۔ ښاغلي قيوم مروت ټانک په اصل کښې د ټک نه ټانک شوې دی چې معنع يې حد يا سرحد دی که دې ته وګورو نو واقعتاً د پښتنو د ګڼو سيمو سره لږي ۔ ظهور همداني ورته ټينک ورته ويلې دی چې په منع د اوبو تالاب ۔ پخوا چې د نکاسې نظام سهي نه وو نو د بره سيمو اوبه به ټانک ته راغلې او دې به د يو تالاب شکل واغست ۔ ښاغلي اختر زمان بيټني وويل په دې ريسرچ کښې زما ملګرې ښاغلی آنارګل وو نو د لهجو حال به هغه درسره شريک کړي ۔ ښاغلي آنار ګل د بيټني او مروت الفاظ داسې بيان کړل ۔ چرته ۔ چيرته ۔ کينه ۔ کشينه ۔ راسه ۔ راشه ۔ څورلۍ ۔ کرسۍ ۔ چينجی ۔ چونجی ۔ سپوږمۍ ۔ اوړمکۍ ۔ لانجه ۔ شمته ۔ دوجاړک ۔ دوباړک ۔ چينجره ۔ چينجرې ۔ ببوړه ۔ ببوغه ( کوړکوړه ) وڅلې ۔ غوايې ۔ خسر ۔ سخر ۔ سړاې ۔ سړی ۔
ډاکټر عبدالرحمان کاکړ په کاکړي او ناصري لهجو په بابله خپل تحقيق د مندوبينو سره شريک کړو ۔ د هغه په تحقيق خبره دا وه چې د سېوۍ ( سبي ) په خاجکو کښې چې د بلوچستان او سنده سرحد دی دغلته آباد کاکړانو څخه خپله ژبه له لاس وتلې بوله ځکه چې هغوي په کورو کښې په سندهۍ او بلوچۍ ګاييږي ۔ ما څو سپين ګيري وپوښتل نو هغوي ته فقط دغه ورمعلوم وو چې مونږ پښتانه يو او کاکړ يو نور څه نه ورتلل ۔ زما ( افکار)په خيال د حکومتي ادارو سره د غير سرکاري تنظيمونو او د قوم په نوم سياست کونکو جماعتونو ددغلته ددې ژبې د تحفظ دپاره کار کول پکار دي عبدالرحمان کاکړ وويل چې ژ په ز بدلوي لکه زوند وغيره او لار ته ليار وايي ۔ ښاغلي کاکړ په دې لړ کښې نور ګڼ مثالونه ورکړل۔
ددې ناستې مشر ميلمه ډاکټر عبدالروف رفيقي د لهجوي قاموس جوړولو په ضرورت زور راوړو هغه زياته کړه چې په افغانستان د پښتنو د مختلفو لهجو په قاموس روان دی خو په هغې د ډيورنډ راپه ديخوا زمونږ لهجې نه دي شاملې نو بايد چې پښتو اکيډمي پيښور دا کار په خپله وکړي او ددې ځاې د لهجو يو قاموس جوړ کړي دلته نوري صيب د يو۔ د ايراني نسل خبره وکړه نو زمونږ ځنې قبيلې په ايران کښې پاتي دي ۔ ځکه زه وايم چې ددې منطقې د قومونو ملکونو کښې شريک کار پکار دی ۔ هغه مشترکات مخې ته راوړل پکار دي کوم چې دغې ملکونو د ژبو او پښتو ترمينځ دي آن تردې چې په يورپا ۔ فرانسيسي ، فارسي ۔ عربي وغيره تحقيق پکار دې چې په يو بل يې څومره اغيزې کړي ۔

ډاکټر عبدالروف رفيقي د پښتو اکيډمۍ دا هڅه وستايله او په دې ګران زړه ستړي تحقيقي کار او دې کامياب کانفرنس يې ډاکټر نصرالله جان وزير او د هغه هم کارانه مبارکي وويله ۔ ډاکټر رفيقي زياته کړه چې په لهجو کار سره به پښتو له پراخه شي او د خوشحال بابا هغه ګله به ورکه شي چې
په يوه ژبه ويل سره پښتو کړو
ولی نه شولو د يو بل خبر دار
که داسې وشي نو درناوې به يې ارومرو ډاکټر نصرالله جان وزير او د هغه هم کارو ته ځي تاريخ به دوي وياړي ۔
ددې ناستې مشر نومياله شاعر ،اديب ،پوهان پروفيسر ډاکټر اسماعيل ګوهر هم د لهجو په رنګه رنګۍ او خوږلت دا کانفرنس ځانګړې او مهم وګڼو ۔ هغه وويل چې پښتو کښې ګڼ لفظونه د سنسکرت دي ولی چې ددې ژبې لوې ګرايمر ليکونکې پانيني په وړوکي لاهور چې اوس د صوابۍ يو تحصيل دی دغه رنګ په ټکسيلا د هغه وخت نړيوال پوهنتون وو ۔ ډاکټر اسماعيل ګوهر وويل چې په پښتو د سنسکرت اثرات ډير ژور دي ۔ مونږ د هزارې پښتانه ماشوم ته جاتکې وايو خلق ګڼي ګوندې دا د هندکو ژبې ټکې دی ۔ حلانکې دا سوچه د سنسکرت لفظ دی چې ما په افغانستان کښې يو ځاې اوريدلې چې هم په دې منع کښې استعمالولې شي ۔ دغه شان هزاره کښې وايي ” ته بي راشه “ ته هم راشه ۔ د” هم “ په ځاې بي استعمالولې شي ۔ خلق ګڼي چې ګوندې دا د أردو ژبې ” بھی “ نه دا هغه بهي نه د سنسکرت بغير چرګۍ ھ ۔ بي ده ۔

ډاکټر اسماعيل ګوهر زياته کړه چې زمونږ پښانه تورے ط ليکي طورے يا تورخم ۔طورخم ۔ په هزاره کښې يو پښتانه قبيله ده تورخيل چې د تور بابا اولاد دی نو دا هم طور خيل ليکي ۔ ط د عربۍ ژبې تورې دی او ت زمونږ خپل نو بايد چې تورے۔ تورخم ۔ تور خيل ۔ تورو وغيرہ هم د ت سره وليکو ډاکټر اسماعيل ګوهر وويل چې په مردان صوابۍ چارسده کښې” نانس“ ته ” بانَسُ “ وايي دا هم د سنسکرت لفظ دی چې په اردو کښې يو محاوره کښې استعمال شوې دی ” بانس پر چڑانا “ چې منع د چا بې ځايه ستاينه کول ده۔ ښاغلي ډاکټر اسماعيل ګوهر د ريسرچ سکالرانو هڅې وستايلې هغوي ته يې په دې څانګه کښې د له محنت تلقين وکړو ۔

د لهجو د رنګونو دې کانفرنس د يوې ناستې صدارت محترم محمد عثمان توبه وال وکړو د هغوي خبرې مې له مخه تاسو سره شريکې کړي دي ۔ د يو نشست صدارت د کمپيوټر ساينس فلالو جيسټ ډاکټر آمير عثمان مروت وکړو ډاکټر امير عثمان مروت هغه شخصيت دی چې د پښتو اکيډمۍ ملفوظات او پښتو قاموس يې نيټ ته خيژولی دی ۔ دغه رنګ د پښتو اکيډمۍ د سکالرانو د لهجو آوازونه د راجمع کولو پروجيکټ دغه وايس د علامتو سره د نړۍ سره شريکه وي ۔ ددې ټول کار نګراني د پښتو اکيډمۍ ډاريکټر ډاکټر نصرالله جان وزير په خپله کوي که زه دا اووايم چې د ډاکټر آمير عثمان مروت دريافت او په پښتنو ورپيژندلو درناوې ډاکټر نصرالله وزير ته ورته دی ۔

ډاکټر آمير عثمان مروت ما د پښتو اکيډمۍ په څو کانفرنسونو کښې واوريد ډير څه مې ترې زده کړل۔ په دې کانفرنس کښې هغه وويل چې د لهجو په لړ کښې دا کار د ساينسي اصولو په ډيرو لږو وسيلو کښې د عالمي معيار مطابق دی ۔ ډيټاکيالوجي ساينس وايي چې د يو لهجې نوي توري څه دي ؟ اساکيالوجي نوي آوازونه محفوظول دي او بيا دغې له علامتونه ورکول ۔ لکه د يو آواز په سر کښې شين دی نو چې د شين اداييګي په لهجه کښې څنګه ده ۔ ډاکټر آمير عثمان مروت وويل چې په ترقي يافته دنيا خو نن سبا د اشارو ژبه هم پرمخ بوتلې ده ۔ ډوډۍ خوره ۔ دپاره اشاره د هر کار دپاره يو اشاره ده ۔
ډاکټر يوسف جزاب وويل د ژبې اډانه په صوتياتو ۔ ګرايمر ۔ او لغاتو وي خو متاسفانه کوم څيز چې دلته ړومبې دی هغه مونږ دريم نمبر ته وړې دی او دريم مو ړومبې کړې دی ۔ د صوتياتو تعلق د لهجو سره دی ۔ په پښتو د لهجو پنځه ګروپونه دي د ډيرو لهجو مخصوص توري مونږ په الفابيټ کښې شامل کړي دي خو لهجه نه منو دابه منل پکار وي دې سره به قوم جوړيږي او ژبه به وده کوي ۔ ډاکټر يوسف جزاب وويل چې د لهجو دې پروجيکټ له سرپ دريالس لکه روپۍ منظور شوې وی چې انتهايي لږې وی ډاکټر نصرالله جان وزير او زمونږ دې سکالرانو له داد پکار دی چې په دې محدودو وسايلو کښې يې دومره لوې کار وکړو ۔ د لهجو کار تقريباً نوي فيصد شوې دی ډير زر ده چې ددې قاموس په کتابي شکل کښې او په نيټ وينﺉ ۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.