قبائلي ضلعو کښې انتخاباتو لپاره تيارۍ مکمل،د صوبائي اسمبلۍ 16 نشستونو باندې د خالي په ورځ ووټونه اچولي شي

انتخابي ميدان کښې 285 اميدواران يو بل ته په مقابله کښي دي، 28 لاکهه اتيا زرو نه سيوا رجسټرډ ووټران به خپه رائے استعمالوي

پشاور: خيبرپختونخوا کښې ضم شوي قبائيلي ضلعو اولس په وړومبي ځل د صوبائي اسمبلۍ لپاره د خپلو 16 نمائندګانو انتخاب کوي۔دي اليکشن کښې برخه اخستونکي اميدوارانو خپل انتخابي مهم ښه په جوش او خروش سره چلولي او خيبر نه تر کرمې او وزيرستان پورې لوئي لوئي جلسے ئي کړيدي

د قبائيلو په تاريخ کښې په وړومبي ځل زنانه هم په سياسي ميدان د نارينو په مقابله کښې ميدان ته راوتلي دي او د قبائيلي ضلعو په ځنو حلقو باندي اليکشن کښې برخه اخلي ولي د قبائيلي رسم و رواج مطابق دوي هغه شان انتخابي مهم ونه چلولے شو کوم چې پکار وو زياتره زنانو اميدوارانو خپل انتخابي منشور کور په کور تقسيم کړي او د پمفلټو په زريعه ئې ووټرانو ته خپل پروګرام رسولي دے

   

 

انتخاباتو کښې د سياسي جوماتو سره تعلق لرونکو اميدوارانو نه علاوه لوئي شمير کښې آزاد اميدواران هم يو بل ته مخامخ دي دا اليکشن پي کے100 باجوړ ون،پي کے101 باجوړ ټو،پي کے 102 باجوړ تهري،پي کے 103 مهمند ون،پي کے 104 مهمند ټو،پي کے 105 خيبر ون، پي کے 106 خيبرټو،پي کے 107 خيبر تهري،پي کے 108 کرم ون،پي کے 109 کرم ټو،پي کے 110 اورکزئۍ،پي کے 111 شمالي وزيرستان ون،پي کے 112 شمالي وزيرستان ټو،پي کے 113 جنوبي وزيرستان ون،پي کے 114 جنوبي وزيرستان ټو او پي کے 115 ايف آر ارز باندي مشتمل په حلقه کيږي

اليکشن کميشن لخوا دي نشستونو لپاره 1890 نه زيات پولنګ سټيشني قائم کړي شويدي، په دي حلقو د رجسټرډ ووټرانو شميره  اتويشت لاکهه اتيا زرو نه سيوا ده چې پکښې 11 لاکهه  نه زياتې زنانه هم شامل دي

دا انتخاباتو د پوځ نګراني لاندي کيدونکي دي چې لپاره ئې ټول انتظامات مکمل کړي شويدي او متعلقه پولنګ سټيشنو ته انتخابي مواد او سټيشنري رسولي شويده

د دي اليکشن انعقاد وروستو به د زنانؤ لپاره مختص کړي شوي څلور او د اقليتو لپاره مختص شوي يو نشست باندي  انتخاب کيږي چې به ورسره په مجموعي توګه صوبائي اسمبلۍ کښې د قبائيلي ضلعو يويشت اراکين د خپلو خپلو سيمو نمائندګي کوي

دي اليکشن کښې د زنانو ووټونو استعمال خصوصي اهميت لري د اليکشن کميشن قانون مطابق په هره حلقه د زنانو د ووټونو د استعمال شرح کم از کم لس فيصده پکار وي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.