د پښتو اکيډمۍ يو بل ګټور قدم: لهجو د رنګونو کانفرنس

پښتو اکيډمۍ پيښور پوهنتون د لهجو د رنګونو ،او علمونو ډک کانفرنس وپايد

لیک: اقبال حسین افکار
د جولايي په 15 سمه کال 2019 د ګل په ورځ  يوولس بجې د ورځې د پښتو اکيډمۍ پيښور پوهنتون د لهجو د رنګونو ،او علمونو ډک کانفرنس وپايد ۔ دې کانفرنس ته د کانفرنس منتظيمونو او د پښتو اکيډمۍ چارواکو د پيښور پوهنتون په لوې بس کښې د جولايې په دولسمه نيټه راويستې وو ۔
ددې کانفرنس په مندوبينو کښې د اکيډمۍ د ايم فل او پي ، ايچ ، ډي سکالران ۔ د اکيډمۍ استاذان ځنې مشران محقيقين او ځنې جرنلسټان شامل وو ۔ ځنې صاحب الرايه اديبان دانشوران لکه  ملګري لکه ګل محمد بيتاب ، عطاء الرحمان عطاء ، شامل وو خو هغوي د خپلو کورنيو مصروفياتو په وجه شريک نه شو ۔ البتہ پروفيسر ډاکټر يار محمد مغموم ، پروفيسر ډاکټر زبير حسرت ، ډاکټر عبدالروف رفيقي ، پروفيسر  ډاکټر محمد عثمان توبه وال، پروفيسر ډاکټر عبدالرحمان کاکړ ، پروفيسر ډاکټر اسماعيل ګوهر ، حيث د سينير محقيقينو شامل وو ۔ چې د سکالرانو د مقالو جاج واخلي د هغوي کمۍ ، بيشۍ ځوانانو څيړنکارو ته ورپه ګوته کړي ۔
د اکاډمۍ ډاريکټر پروفيسر ډاکټر نصرالله جان وزير وويل چې ددې پروجيکټ نګران زه وم او سپروايزران يې وتلې ژب پوهان ډاکټر محمد يوسف جزاب او  ډاکټر امير عثمان مروت ، وو ۔ ډاکټر نصرالله جان وزير  وويل شپږ مياشتې له مخه مونږ ړومبې د سکالرانو د پوهنې د پاره يو ورکشاپ وکړه ۔ او دوي مو په دې پوهه کړل چې څنګه به دوي لهجې راجمع کوي او هغه اصول مو ور وښودل چې د لهجې د راجمع کولو دپاره ضروري وي ۔ يعني  هغه خلق پوښتل چې مشران وي سوشل وي تعليم يافته او غير تعليم يافته سره به مرکې کوﺉ د هغوي پيشه به معلومه وي ۔ د هغه خلقو سره به هم مرکې کوﺉ چې د يوې علاقې بلې سيمې ته تللې وي ۔
ډاکټر صيب زياته کړه چې چې د پاکستان پښتنې سيمې مونږ په اته زون ويشلې دي ۔ د هر زون دپاره يو يا دوه سکالران ټاکلي وو ۔ هغوي د ولس مرکې ريکارډ کړې د لهجو دغه غږونه ډاکټر امير عثمان په نګرانۍ کښې نيټ ته د خپلو علامتونو سره خيژوي دا کار تر اويا فيصده شوې دی ددې سره د ډاکټر يوسف جزاب په نګرانۍ کښې دا مقالې وليکلۍ مونږ دې سکالرانو ته سپارښتنه وکړه چې مقالې به د کانفرنس نه روستو مکمله وﺉ زمونږ ددې کانفرنس غرض دادی چې محقيقين د دوي د کار جاج واخلي او نور ښه کولو دپاره مشورې ورکړي ۔
ډاکټر نصرالله وزير وويل چې د قومونو او ژبې په ترقۍ کښې د لهجو کردار ډير ضروري دی ۔ د ښاغلي اکبر هوتي د يو پوښتنې په جواب کښې ډاکټر نصرالله وزير وويل چې لهجه ژبه ده او ژبه لهجه ده چرته ژبه لهجه شي او چرته لهجه ژبه شي ۔ ښاغلي امجد علي خادم وويل چې د پښتنو په مختلفو لهجو دا بشپړه کانفرنس د رحمت د باران ړومبې څاڅکې دی ۔ ښاغلي فيصل فاران د لهجو په اړه دا کانفرنس ګټور وګرځوه هغه وويل چې د ښاغلي طفيل زرياب د اداييګۍ داسې ښکاريده چې هغه فيلډ ته نوي لاړ د کتاب نه يې په ناسته مقاله ليکلي وي په دې موقعه ښاغلي طفيل زرياب وضاحت وکړو چې ماسره د انټر ويو ګانو ثبوت موجود دی۔
ليکونکي اقبال حسين افکار وويل د ټولو مقالو څرګنديده چې دې ځوانانو سکالرانو ښه خواري کړې ده زما په يادو دا په لهجو يو ګټور کانفرنس دی سکالرانو خيراج وړاندې کوم او د پښتو اکيډمۍ د هڅه د پښتو او پښتنو د يووالۍ ترقۍ پرمخ تګ په لور يو مهم ګام ګڼم خو په دې ټولو مقالو کښې مې د چارسدې، مردان ،  صوابۍ د لهجو کمي احساس راته کيدو ۔ په دې ښاغلي طفيل زرياب چا ته چې د پيښور وادۍ د لهجو کار حواله وه هغه وويل دا هر څه زما مقاله کښې شته خو متاسفانه زه دغه وخت چا اوريدو ته نه پرې ښودم يقيننا د هغه او نورو مقالو ويونکو د مقالو اورولو په وخت ډاکټر  زبير حسرت ، ډاکټر يار محمد مغموم صيب به يو شور زوږ جوړ کړو چې ددوي د شخصيت سره نه ښايدو څو وارې ورته خلقو وويل تاسو غلي شﺉ چې دوي واورو خو ښکاريده داسې چې هغوي د خپلې سپره ميسي قايمول غواړي ۔
غالب اکثريت سکالرانو به ددوي مقابله په ښه جوړ له کوله۔ خو خصوصاً زرياب طفيل يې ډير زيات بې تولې کړې وو ۔ خو خداې شته چې ددوي داسې کولو ډير خفه کړم ۔ په دې کښې بله نيشته چې پرون به ښه شاعر ،اديب به ښه محقق او نقاد هم وو ، خو نن ډاکټر نصرالله جان وزير دغه سټيټس کو ماته کړه د نن ځوانانو ته يې د خپل تحقيق د اظهار چل وښود ۔ ډاکټر عبدالروف رفيقي په مقالو د وينا په وخت وويل چې د مقالو دا بريښيده چې دې ځوانانو محنت کړې دی ۔ ددې ثبوت دادی چې د لهجو د فيلډ ورک په دوران د ډاکټر عبدالرحمان کاکړ د يو پيښې ترس کښې مات شو  هغه وويل چې د مولانا عبدالقادر لګيدلې بوټې اوس سايه داره درخته ده ۔
ډاکټر عبدالروف رفيقي وويل چې مونږ له د نړۍ کښې د خورو پښتنو په لهجو پکار دی ۔ د نړۍ په تشکيل او ترقۍ کښې د پښتنو لويه برخه ده ۔ ډاکټر رفيقي چې فوک لور کښې او د کلاسک د شعرانو ديوانو لټون پکار دی هغه زياته کړه چې احمد ولي اڅکزي په Qamosona.com کښې شپيته زره تورې جمع کړي په دې کښې يې پنځه څلويښت زره د کلاسک د شاعرانو را غستي دي ۔
ډاکټر رفيقي وويل چې د افغانستان د علمو اکيډمۍ د افغانستان د پښتنو لهجو د لغاتو قاموس ترتيبه وي ۔ خو په دغه قاموس کښې د ښکتې پښتونخوا د لهجو لغات نه دي شامل نو ځکه زه وړانديز ورکوم چې پښتو اکيډمي پيښو ددې سيمو د لهجو لغات ترتيب کړي داسې به زمونږ د يو بل په پيژندنه کښې اسانۍ پيدا شي ۔ ښاغلي سيدالامين وويل د لهجو د اهميت آفاديت نه انکار نه شي کيدې خو ولې د ليک ژبه يوه پکار ده ۔هغه وويل عربۍ اووه لهجو دي خو قرآن پاک په يو معروفه لهجه کښې ليک دی ۔
دغه رنګ د هرې ژبې ګڼې لهجې وي خو د ليک ژبه يوه وي ۔ هغه وويل چې د پښتو اکيډمۍ پيښور رابطه ددنيا د نورو علمي ادبي ادارو سره جوړولو په ضرورت زور ورکړو ۔ ښاغلي سيدالامين وويل د حضرت علي قول دی ” د مشرانو وفات مونږ مشران کړي ۔ زه د نن د خپلو ځلمو سکالرانو پراميده يم چې د دوي نوي تحقيقونو په سبب زمونږ ژبه او قام وده ومومي ۔  ډاکټر عثمان توبه وال وويل پښتون يو قام دی پيښور ، کابل ،ننګرهار ،کابل ، کوټه ټول د پښتنو ښارونه دي په دې ويړه پښتونخوا کښې ويلې کيدونکې لهجې د پښتو ژبې ښکلا ده په ښکلا کښې تنوع دی ۔ فطرت هم ښايست هم په تنوع کښې دی دا قبيلې دا لهجې د لوې پښتون د وجود برخې لکه د درختې ښاخونونه ۔
په دې کانفرنس کښې ټولې مقالې علمي او معلوماتې وي دې ځوانانو ډيره خواري کاږلې وه ۔ ډاکټر عثمان توبه وال وويل کويټه پښتون ښار دی د پښتنو ښار دی ۔ دا کوټه ده خو چونکې پيرنګيانو کوټه نشو ويلی نو کويټه ليکل شروع کړل د کوټې زوړ نوم شال وه ۔ ډاکټر عثمان توبه وال د پښتو اکيډمۍ هڅې وستايلې او په دې ځانګړي کامياب کانفرنس يې ډاکټر نصرالله جان وزير د هغه همکارانو ته مبارکي وويله  ۔
مترقي شاعر او دانشور ښاغلي عطاء الله جان ايډوکيټ چې د کانفرنس په نشست کښې اعزازي ميلمه وه په کانفرنس او مقالو په بابله خپله وينا کښې وويل چې ددې کانفرنس يو ګټور پيش رفت دی ۔ مقالې يقينناً چې په زړه پورې دي خو که چرې د چاپ له مخه يو ځل بيا پرې نظر ثاني وشي نو دا به له ښه شي۔ ښاغلي عطاء الله جان ايډوکيټ زياته کړه که ددې لهجې نه يو ژبه جوړه شي نو دا به د پښتو وحدت کښې مهم کردار ولوبوي ۔
باباے تنقيد فيصل فاران هم د لهجو په بنياد د يو  قاموس په مرتب کولو په ضرورت  يو معياري پښتو په اجراء زور ورکړو۔ ډاکټر زبير حسرت څوک چې د احتتامي اجلاس خصوصي ميلمه وه وويل  د امجد علي خادم خبره په ګل بدله  چې دا کانفرنس د پښتو او پښتنو دپاره د رحمت د باران ړومبې څاڅکې دی ۔ يقينناً چې دا کانفرنس به د پښتو په وده کښې مهم کردار ادا کوي ۔ ډاکټر زبير حسرت پښتو اکيډمۍ پيښور ته مبارکي ويله ۔ او د مقاله ويونکو مقالې يې وستايلې۔
د احتتامي دستورې صدر پروفيسر ډاکټر يار محمد مغموم په خپله صدارتي خطبه کښې وويل چې داسې کانفرنسونه دستورې د قامونو په ژوند کښې لوې تغير پيدا کوي ۔ په داسې دستورو نيونکې آسان کار دی خو ددې راجوړولو هغه چاته پته لږي چا چې داسې دستورې راجوړې کړي دي ۔ زما  په ايډورز کالج کښې درې دستورې منعقد کولو وو ۔ يو مشاعره ، بل ډيبيټ او دريمه کلتوري دستوره ۔ غني خان او سردار علي ټکر لوې خلق دي خو دواړه دا مني چې زمونږ په شهرت کښې د ايډورډز کالج د دستورو لوې لاس دی ۔ دې دستورې که يو خوا نوي سکالران راوړاندې کړل نو بل خوا به ددې دستورو په سبب به پښتانه يوبل ته نور رانيزدې شي ۔ ډاکټر مغموم د سکالرانو مقالې او ريسرچ ورک وستايو او د له محنت کولو تلقين يې ورکړو ۔ ډاکټر يار محمد مغموم زياته کړه چې د کلاسک شاعرانو د ديوانو نه په دې لړ کښې استفاده وکړو ډير څه به په لاس راشي د خپلې خبرې په دلالت کښې هغه د خوشحال خان خټک دا شعر راوړ۔
سپينه خله يې وما راکړه ما وې موړ شوم
وې يې وخوره خواره دا خو نيمريزې دی
” نيمريزې “  ساختي خوړې ته وايي۔ ډاکټر مغموم اووې په يو اداره دستوره کښې ټول يو شان خلق نه وي ۔ څوک لږ ښه وي څوک ډير څوک ناښه هم وي د هر چا خپل خپل اهميت وي د خپلې دې خبرې په دلالت کښې هغه د خوشحال بابا دا شعر راوړو
په لښکر کښې دې هم ساز وي هم دې غل وي
کله   غشي      پکاريږي      کله            ګزونه
ډاکټر يار محمد مغموم د پښتو اکيډمۍ او د هغې د ډاريکټر ډاکټر نصرالله جان وزير هڅې وستايلې او په کامياب کانفرنس يې ورته مبارکي وويله ۔ ډاکټر صيب په موقع د تاسف اظهار وکړو چې نوی کول خبرې کوي خو لوسته نه کوي۔ پکار دي چې نوی کول لوستې له زور ورکړې علم په کتابونو کښې وي خبرو کښې نه وي
د جولايي په يوولسمه کال 2019 د غرمې په دولسمې بجې د پيښور په بس ټرمينل د مسافر کوچ نه کوز شوم ۔ او د يو رکشې په وسيله جنګي محلې ته د ښاغلي آياز الله ترکزي دکان اعراف پرنټر ته ورسيدم ۔ د پښتو اکيډمۍ پيښور د ډاريکټر پرفيسر ډاکټر نصرالله جان وزير صيب حکم وو چې ته به په يوولسم راځې زمونږ ميلمه به يې په دولسم به سحر مهال د باړه ګلۍ په لور ځو ۔ ما ددې نه سرپ دا ګټه پورته کړه چې د خپلو دوه کتابونو مسودې مې ښاغلي آياز الله ترکزي ته را اورسولې ۔ د هغه دفتر کښې د ډيرو ملګرو مينه والو ليدل وشي په دې مهال هم د ډاکټر نګاه حسين نګاه ۔ سوراني صيب او ښاغلي ډاکټر اقبال ليدل او ادبي ګپ ولګيد ۔ مازديګر ښاغلی طاهر داوړ او ښاغلی نور غلام نوري څوک چې د ايم فل سکالر دی راغلل د هغوي سره خبرې د آيازالله ترکزي د ميلمستيا او د کتابونو په بابله د هغه يقين راکولو سره مطمين او خوشحاله مونږ درې واړه خوشحاله د پيښور اکيډمۍ په لور رهي شو ۔ پيښور خو پيښور دی کنه ۔ په پيښور دې تيرو کلونو ډيرې لوبې وشې د خپلو ډيرو ننګيالو بچو وينې او وجودونه په خپل ځان کښې جزب کړل ۔ د بي ، آر، ټي کار راغونډ شوې وو ۔ رش هغه شان څنګ چې لږه موده وړاندې وو۔ د ولس په څهرو د خوشحالۍ آثار نه مونده کيدل د ولس د څهرې سره ماته د ارواښاد ايوب صابر دا شعر راياد شو۔
ګرځمه   راګرځمه  خو  مړی   يم
خدايه زه دې څه له پيدا کړې يم
خو بيا هم خلقو د ژوند په اسره ژوند کوو ۔ په دغه ورځ په پيښور کښې د ډوډو د تنرونو هړتال وو ۔ وايي ” هله به سبا کړم چې ستا رزق پيدا کړم “ د مسلمان په حيث زمونږ چې رزق ورکونکې الله تعالي دی د تنرونو د هړتال باجود د آيازالله ترکزي په ځاې او د پيوټا کينټين هغه څه الله راکړل څه چې زمونږ په نصيبه کښې مونږ پرې شکر ادا کوو خو د ځنو ملګرو د اطلاع دپاره ليکم چې د دال او سبو هورته څه نه وو ۔ د ښار نه يو پښتون ځوان اکيډمۍ ته راورسولو ځوان زما د تپوس په جواب کښې وويل ” يره جي کاروبار ښه نه دی “ ما د هغه تپوس ځکه وکړو چې ښکلي ځوان وو ۔ خو بې روزګارۍ ،غريبۍ ، ګرانۍ بابونه لکه د کتاب د هغه په مخ ولوستل ۔ او دې زړه مې نرې نرې درد کوو ۔
د  جانان  غمونه  يو  خوا  د دوران غمونه بل خوا
چرته ځاې د سکون نيشته د افکار په ښاريو کښې
د ښاغلي آيازالله ترکزي خبر شوم چې ملګری ګل محمد بيتاب فيصل آباد کښې دی په پښتو اکيډمۍ کښې خبر شوم چې پروفيسر عطاء الرحمان عطاء د خپلې کورنۍ ستونزې د نيمې لارې ستون شو ۔ د ګل محمد بيتاب په نه تلو خفه شوم ښاغلی بيتاب ډير عالم فاضل شخصيت دی په خبرو کښې يې ظرافت هم وي ۔ ماويل چې په دې سفر کښې به ترې ډير څه واورو او زده کړو ۔ خو متاسفانه داسې ونه شو ۔
زه  خو  د  ژوند  د لارې هغې سر ته ورسيدم
ته چرته پاتې شوې آشنا زه چرته پاتې شومه ( انديش )
کله زه نورغلام نوري او طاهر داوړ سره پښتو اکيډمۍ ته را ورسيدو نو ډاکټر نور محمد بيټي او ډاکټر ظفرالله بخشالي او ملک آمان او نورو سټړي مشي وويل د کانفرنس ټول مواد  تړلی شوي وو ۔ نه پوهيږم چې دا کار به ډاکټر ظفرالله بخشالي لکه زما په يوازې سر کړي وو يا به ورسره چې کمک کړې وو هر څنګه چې وو خو دا په خپل ځاې حقيقت دی چې ډاکټر ظفرالله بخشالی ښه متظم دی او ډاکټر نصرالله وزير يو مرد شناس مشر دی ځکه نو د دواړه جوړه ده او سيمينارونه او کانفرنسونه کامياب هم وي ۔ طاهر داوړ زه له مخه پيژنم خو نورغلام نوري مې په ړومبي ځل وپيژند خو هغه زه پيژندم زما د کار او زياره خبر وو دا کمال هم  د هغه وو ۔زما نه ۔ نورغلام نوري ډير خوږ انسان دی عالم سړی دی د يو سيکنډري سکول پرنسپل دی د علامه اوپن پوهنتو د ايم فل سکالر دی د ډاکټر حسن جي عشرت ورور دی په کانفرنس کښې يې د پښتنو د توري قبيلې په لهجو ډيره معلوماتي علمي مقاله وويله چې هر چا وستايله د مقالې ويلو روستو پرې د زړه دوره راغله په هنګانه اول نتهياګلۍ او بيا ايوب ميډيکل کمپليکس ته اورسولی شو ډاکټران حيران وو چې د زړه د څلورو دورو پسته دې له ژوندی څنګه دی ۔
بهرحال نوري اوس هم له زير علاج دی الله دې ورله روغه سټه ورکړي آمين ماسره په يو سيټ د پيښوره تر باړه ګلۍ تللې وو ۔ د ماښام له مانځه روستو ډاکټر شير زمان سيماب هم راغې ۔ د برې ګړې روستو يې راته د محمد جميل کاچوخيل شعري مجموعه را ډالۍ کړه او بيا ادبي ګپ
روستو رامعلوم شوه چې ډاکټر محمد عثمان توبه وال او ډاکټر عبدالرحمان کاکړ د کوټې رارسيدلي دي او ډاکټر عبدالروف رفيقي د لاهور څخه راروان دی روستو هغه د شپې په يوولس بجې په خير عافيت راورسيده ۔
په سبا سحر نه پوهيږم چې څه وخت وو خو د پوهنتون په بس کښې په دولس نيمې بجې ايبټ آباد ورسيدو د ماسپښين مونځ او خوړې روستو د باړه ګلۍ په لور روان شو ۔ باړه ګلۍ ته په ورسيدو د اکيډمۍ ډاريکټر پروفيسر ډاکټر نصرالله جان وزير د هغه ملګرو د کيمپس کمانډر او ملګرو مونږ ته تود هرکلې ووې او مونږ يې خپلو خپلو خونو ته بوتلو ۔ زما د خونې ملګری پروفيسر ډاکټر احمد علي عاجز ورسيد ډاکټر عاجز سره زما تعلق د کال 1980 د لسيزې نه دی خو د هغه سره مينې مې ددې يو څو ورځو وسيدو سره له زياته شوه ډاکټر عاجز يقيننا چې عاجز او مينه ناک انسان دی دا بيله خبره ده چې د اوږدې ملازمت روستو هم  د پښتو ډيپارټمنټ چيرمين نه شو ۔
په ديارلسم د جولايې سحر د کانفرنس افتتاحي دستوره شروع شوه د هزارې کمشنر ظهيرالاسلام په دې موقعه مشر ميلمه وه  ښاغلي انور خان ورکزي نظامت وکړو د قران پاک د مبارکو آيتونو د تلاوت څخه دستوره پيل شروع شوه ۔ مشر ميلمه کمشنر هزاره ښاغلي ظهيرالاسلام د ډاکټر نصرالله جان وزير په ملګرتيا د کانفرنس د افتتاح پيته د کانفرنس د ګډون والو په چړچکو کښې  پرې کړه۔ ډاکټر نصرالله جان وزير د کانفرنس او اکيډمۍ د مشر ټولو ميلمنو ته د خپلې خوا د خپلو هم کارانو له ښه راغلاست وايو ۔ او د هغوي راتګ يې د کانفرنس کاميابي وګڼله ۔ډاکټر نصرالله جان وزير د هاير ايجوکيشن خيبر پښتونخوا ، خيبر پښتونخوا د حکومت ،وايس چانسلر پيښور پوهنتون د هغه همکارانو ،د باړه ګلۍ کيمپس د کمانډر ډاکټر  شجاع د هغه عملې ۔ د وطن ګوند د مشر سکندر شيرپاؤ ،ډاکټر عالم يوسفزي مرستې ملاتړ ته مننه ويله ۔ ډاکټر صيب د کانفرنس غرض و غايت هم رڼا واچوله او د لهجو په اهميت يې هم خبره وکړه ۔ او د پښتو اکيډمۍ د تيرو څلورو کلونو اجمالي جايزه وړاندې کړه چې تاسو به يې زما په دې رپورتاژ کښې مخکښې روستو ولولﺉ ۔ مشر ميلمه د پښتو اکيډمۍ  ډاريکټر ته مننه وويله چې په دې علمي تحقيقي کانفرنس کښې يې ماته بلنه راکړه زه ډير خوشحاله يم چې زه نن د محقيقينو ترمينځ ناست يم تاسو ټولو ته د هزارې په دې پر فضا مقام ته راتلو هرکلې وايم ۔ او د خپلې مرستې ملاتړ يقين درکوم کمشنر صيب د ژبې په وده ترقۍ کښې د لهجو په اهميت خبرې وکړې ۔ د پښتون قام ننګ مړانه يې وستايله ۔ او پښتنو ته په پيښو ستونزو او په خطه کښې په عالمي سازشونو خبره وکړه کمشنر ظهيرالاسلام صيب د علم و دانش او فکر و فن په وسيله د خپل قام د ترقۍ دپاره خپل صلاحيتونه وکاروي ۔ددې دستورې روستو د چاييو دور وچليد
نور بيا
بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.