افغان پوځيانو خپل مينځي نښته کښې د آرمي افسر په ګډون دري اهلکار وژلي شويدي

د حملے ذمه واري طالبانو قبوله کړېده

د افغانستان وزارت دفاع لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي د غزني ولايت په قره باغ اولسوالۍ کښې د افغان فورسز په ډزو د آرمي يو اعلي افسر وژلي شويدے

بيان ترمخه د 203 تندر قول اردو دريم رينک افسر عبدالمتين مجتبي قره باغ اولسوالۍ کښې د سيکيورټي په حواله يو اجلاس کښې ګډون لپاره تلي وو چې پرې دښمن سره په صلاح شوي افغان سيکيورټي اهلکار ډزي کړي او هغه ئې مړ کړېدے

د غزني ولايت د پوليسو مشر محمد خالد  د دې پيښې په حواله خبري ادارو ته ورکړي شوي معلوماتو کښې وئيلي دي چې عبدالمتين مجتبي باندې هغه وخت دوه سيکيورټي اهلکارو ډزي وکړي کله چې هغه هيلي کاپټر کښې کېناستلو

د هغه وينا ترمخه د ډزو په نتيجه کښې رجمنټ کمانډر جنرل مبين په حق رسيدلي او دوه پوځيان ژوبل شويدي

محمد خالد زياته کړه چې د پيښې ځائي کښې موجود سيکيورټي اهلکارو په دغه حمله کونکو ډزي کړيدي او دواړه ئې وژلي دي

د طالبانو وياند زبيح الله مجاهد د دې حملے ذمه واري قبوله کړېده او وئيلي يي دي چې ډزي کونکي تن د طالبانو ملګري وو او دا چې دي پيښه کښې امريکني پوځيانو ته هم مرګ ژوبله اوړيدلے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.