اليکشن کميشن او اسټبلشمنټ قبائيلي ضلعو کښې کيدونکي انتخاباتو کښې د حکومت ملاټر کوي،زاهد خان

وزيراعظم عمران خان د حکومت چلولو اهل نه دے بايد چې ملکي ادارے دي د هغه مرسته کولو نه ډډه وکړي،اے اين پي ترجمان

د عوامي نيشنل پارټۍ ترجمان زاهد خان لخوا جاري شوي يو بيان کښې تور لګولي شويدي چې اليکشن کميشن او اسټبلشمنټ په قبائيلي ضلعو کښې کيدونکي انتخاباتو کښې د خپلې مرضۍ نتائج ترلاسه کول غواړي

د هغه وينا وه چې آزادانه او شفاف انتخابات کول د اليکشن کميشن د وس خبره نه ده اوهر اليکشن کښې د ملټري اسټبلشمنټ مرسته ئي ترلاسه کړيده

زاهد خان بيان ترمخه  وزيراعظم عمران خان د ملک د چلولو اهل نه دے او د هغه ملاټر کول د ملکي ادارو بدنامي ده

خپل بيان کښې د اے اين پي ترجمان دا هم وئيلي دي چې د تير کال په پنځويشتمه جولائۍ اسټبلشمنټ د اولس مينډيټ پټ کړي وو او اوس په قبائيلي ضلعو کښې کيدونکي اليکشن کښې هم  دا قسمه منصوبه لري

زاهد خان زياته کړه چې د ادارو لخوا د خپل آئيني حدود نه تجاوز وفاق ته نقصان رسولي شي که خدائے مه کړه داسې وشوه نو ذمه وار به ئې حکومت او ملټري اسټبلشمنټ وي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.