پختونخوا ګورنر شاه فرمان سره د افغان سفير عاطف مشل ملاقات

دوه اړخيره اړيکو په پراختيا او افغان امن بحالۍ په معاملو خبري شوي۔ افغان امن او استحکام لپاره به د پاکستان کوششونه جاري وي،ګورنر

د خيبر پښتونخوا د ګورنر دفتر لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې پاکستان لپاره د افغانستان سفير عاطف مشل د ګورنر شاه فرمان سره ليده کاته کړيدي

بيان ترمخه دواړو مشرانو ترمينځه دا ملاقات په اسلام آباد کښې شويدے

ملاقات دوران د پاکستان او افغانستان ترمينځه تعلقات نور مضبوطولو پشمول د سيمي په صورتحال خبري اتري شويدي

بيان کښې وئيلي شوي چې دواړو مشرانو د افغانستان موجوده امنيتي صورتحال په بابله هم خپل خيالات يو بل سره شريک کړيدي

د ملاقات په وخت ګورنر شاه فرمان ووئيل چې افغانستان د پاکستان ورور او ګاونډي ملک دے او په خصوصي توګه د خيبر پښتونخوا او افغانستان د اولس کلتور او د ژوند طور طريقے يو شان دي

ګورنر شاه فرمان زياته کړه  چې پاکستان يو پرامن او په خپلو خښپو ولاړ افغانستان ليدل غواړي او هميشه ئې د افغانستان امن او ترقۍ لپاره خپل کردار ادا کړيدے۔

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.