بيجنګ کښې پاکستان،امريکې،چين او روس غونډه،افغان امن حواله صلاح مشوري

افغان جنګ کښې ښکيل ټول فريقين دي تاؤ تريخوالي کښې کمي راولي، بايد چې طالبان په فوري توګه افغان دولت سره مذاکرات شورو کړي،غونډې اعلاميه

د امريکې د خارجه وزارت لخوا جاري بيان ترمخه د افغانستان په مسئله غور لپاره د چين په کوربه توب بيجنګ کښې د امريکې،روس، او چين دريم سه فريقي غونډه شويده

بيان کښې وئيلي شوي چې درې واړو ملکونو دې سه فريقي اجلاس کښې د پاکستان د ګډون هرکلي کړے او اميد ئې څرګند کړے چې پاکستان به افغانستان کښې سوله راوستلو لپاره خپل کردار په ښه شان ادا کړي

د اجلاس په مهال پاکستان د افغانستان سولي عمل په حواله د دې سه فريقي غونډې هلي ځلي ستائيلي دي

اجلاس کښې د افغانستان په تازه صورتحال او د سياسي لارو چارو په ذريعه افغان سولي عمل لپاره روان کوششونو په بابله د خيالاتو بدلون شويدے او څلور واړو فريقينو د روان کال په 25 اپريل ماسکو کښې شوي سه فريقي غونډه کښې شوي اتفاق رائے په اهميت زور راوړي دے او افغان سولي عمل لپاره دوحه او ماسکو کښې رابللي شوي بين الافغاني اجلاسونو هرکلي شوېدے

په ټوئټر وړکړي شوي خپل يو بيان کښې د افغانستان او پاکستان لپاره امريکني استازي زلمي خليل زاد وئيلي دي چې بيجنګ غونډه کښې په دريو موضوعاتو خبري شويدي چې پکښې افغانستان کښې تاؤتريخوالي کمول،افغانانو ترمينځه خبرو اترو سلسله شورو کول او کابل انتظاميه او طالبان مذاکراتي ميز ته کېښنول شامل دي

د دې اجلاس نه پس جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې څلور واړو ملکونو د افغانستان او سيمي امن او استحکام لپاره شريک کوششونه کولو عزم کړيدے

اعلاميه کښي وئيلي شوي چې د اجلاس ګډون والو د بين الافغاني غونډو ستائينه وکړه او دا ئي سولي او امن عمل لپاره مثبت پرمختګ ګرځولي دے

اعلاميه کښې زياته کړي شويده چې افغان جنګ کښې ښکيل ټولو فريقينو نه مطالبه شوي چې سولي لپاره روان کوششونو نه دي فائده پورته کړي او دې لپاره ضروري ده چې افغان دولت،طالبانو او افغان اولس ترمينځه زر تر زره د روغي جوړي خبري شورو شي

دغه رنګ څلور واړو ملکونو په دي متفق وو چې د سولي خبري اتري بايد چې د افغانانو مشري او ملکيت لاندي وشي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.