د وينې ټېسټونه صفا راتلو نه پس شاداب خان د ورلډ کپ لپاره فټ

وېب ډېسک: د پاکستان لېګ سپنر شاداب خان د وينې ټېسټونه صفا راغلي دي کومې نه پس چې پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) هغه د انټرنېشنل کرکټ کونسل (آئي سي سي) کرکټ ورلډ کپ دوه زره نورلس د پاره فټ ګرځولے دے۔
د پي سي بي له خوا جاري شوي يو پرېس ريليز مطابق شاداب خان به په شپاړسمه مئي لندن ته روانيږي او په شلمه مئي باندې د ټيم جوائن کولو نه مخکښې به په اوولسمه مئي د ډاکټر پېټرک کېنېډي سره مشوره کوي۔
ولې دا خبره د يادونې وړ ده چې د ورلډ کپ شروع کېدو نه مخکښې د افغانستان او بنګله دېش خلاف وارم اپ مېچونو کښې د شاداب خان شموليت د هغۀ فټنس او د ټيم انتظاميې د فېصلې سره مشروط دے۔
بلخوا شاداب خان د وينې ټېسټونه صفا راتلو باندې د خوشالۍ اظهار کړے دے او وئيلي ئې دي چې هغه به وس کرکټ ته واپسي وکړے شي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.