د پاکستان او انګلېنډ درېم يو ورځنے بېن الاقوامي مېچ په 14 مئي

وېب ډېسک: د پاکستان او انګلېنډ ترمينځه درېم يو ورځنے بين الاقوامي مېچ به د انګلېنډ ښار برېسټل کاؤنټي ګراؤند کښې په څوارلسمه مئي لوبولے شي۔
په پنځوستو اوورونو مشتمل دا مېچ به د پاکستان وخت مطابق ماسپخين درې بجې شروع کيږي کوم چې به نيم د ورځې او نيم د شپې کولے شي۔
دې نه مخکښې ساؤته اېمپټن کښې شوي دوئم مېچ کښې انګلېنډ د يوې سختې مقابلې نه پس پاکستان ته دولس رنزونو سره ماتې ورکړه۔
انګلېنډ مقرره اوورونو کښې د درې لوبغاړو په زيان درې سوه درې اوويا رنزونه جوړ کړل ولې په جواب کښې د پاکستان ټيم د اووۀ لوبغاړو په تاوان مقرره اوورونو کښې درې سوه يو شپېتۀ رنزونه جوړ کړل۔
ګرين شرټس دا وخت د انګلېنډ په دوره دي چرته چې به هغوي د کوربه ټيم خلاف نور درې يو ورځني بېن الاقوامي مېچونه کوي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.