د مېوند فاتح غازي سردار محمد ايوب خان

د پیښور ښار په یوې څنډې کې د شیخ حبیب بابا زیارت ترڅنګ د دُرانیو هدیره کې د افغان تاریخ ویاړلی قهرمان د میوند فاتح غازي سردار محمد ایوب خان مقبره ده

. هر کله به چې ارواښاد شمس الهدا ددې غازي له زیارته راغلو ډیر غمژن به وو د خپل ویاړلي تاریخ نه د افغانانو په بې خبرۍ او د خپلو حکومتونو بیکفایتۍ او بې غورۍ نه به یې سرټکولو. ارواښاد شمس په میاشتو میاشتو لټه او هڅه وکړه چې د دې نومیالي غازي د کورنۍ غړي پیدا کړي او هم یې په ویاړ غونډه جوړه کړي.

د ۱۳۷۹ په لیندۍ کې د غازي په مزار غونډه جوړه شوه او هاغه مهال پیښور میشتو مخه ورو افغانانو او د مرحوم افضل خان لالا په شمول ګڼ شمیر سیاسیونو پکې ګډون وکړو. ارواښاد قدرت الله حداد صیب هم یادې غونډې ته زیات لیواله وو او د جوړیدو لپاره یې مالي مرسته هم کړې وه.
خوشبختانه له غونډې څه موده وروسته د غازي ایوب خان د کورنۍ درک ولګیدو. یوه ورځ چې مرحوم محمد افغان اباسین صیب او زه هم ورسره وو د پیښور حیات آباد په یوه برخه کې یو وړوکي کور ته ورغلو. د کور خاوند د ستړي مشي نه وروسته د میلمنو کوټې ته بوتلو او ځان یې معرفي کړو چې د غازي ایوب خان کړوسی دی او نوم یې هم ایوب خان وو. نوموړي وویل چې څو میاشتې مخکې یې پلار (د غازي ایوب خان لمسی) وفات شوی. ما چې د دغه ستر غازي کیسې اوریدلې وې نو د هغې د کورنۍ په اړه مې هم په ذهن کې یو ځانګړی تصور جوړ شوی وو او ددې ایوب خان په لیدو مې سم باور ونشو. خو لږه شیبه وروسته نوموړي د غازي ایوب خان په شمول د خپلې کورنۍ د نورو مشرانو ګڼ شمیر تاریخي عکسونه راوړل او د مشرانو د سختیو کیسې یې وکړې. بیا زه یقیني شوم چې د همدې سترغازي اولاده ده. نوموړي د شمس صیب نه مننه وکړه چې د غازي په ویاړ یې غونډه جوړه کړې وه او ددوئ پوښتنې ته هم راغی.

ارواښاد شمس د نوموړي نه د کار او ژوند په اړه پوښتنه وکړه نو ډیره جالبه خبره یې وکړه ویل انګریزانو چې زمونږ په کورنۍ د دولتي دندو کوم بندیز لګولی وو هغه تر ننه نافذه دی او مونږ سرکاري دندې نشو کولای بس خپل شخصي کاروبار پرمخ وړو.
ارواښاد شمس ورته اوویل چې ما اوریدلي وو چې په ډېرۍ شبقدر کې یوې دروازې ته انګریزي عسکرو جزا ورکړې وه او په زنځیرونو یې تړلې وه ځکه چې له هغې دروازې د مومندو لخوا غازیانو برید کړی وو او انګریزان یې وژلي وو. ویل که څه هم انګریزان لاړل پاکستان جوړ شو خو هغه دروازه اوس هم جزایي ده. همدا راز په بنو کې یو غازي یو مشر انګریز افسر وژلی وو خو بیا ونیول شو او د اعدام داسې حکم پرې وشو چې مړی به یې هم په زندان کې خښيږي چې ابداً زنداني شي. د پاکستان جوړیدو وروسته د هغې کورنۍ د حکومت نه غوښتنه وکړه چې جسد یې ورته وسپاري خو غوښتنه یې ونه منل شوه.
خلاصه انګریز چې چاته غدار ویلي هغه نن هم غدار دی او چې څوک یې وفادار وو هغه نن هم نازولی دی.

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.