د کاظم خان شيدا يو شعر

عطاءالله جان

فرياد نۀ لري افګار دتا د زلفو
په تقرير کښې لکه بند مارګزيده شي

د ګرانو ټکيو معانې:-افګار ــــــــ فارسي ده.ژوبل,ټپي,زخمي,خوږ ته وايي
تقرير ــــــــ خبرې کوول,وينا
مار ګزيده ـــــــــ ګ په زور سره. ذاتي صفت دے معنا يې ده مار خوړلے,مار چيچلے,چا له چې مار ټک ورکړے وي.مردم ګزيده,سګ ګزيده،شب ګزيده او مار ګزيده په فارسۍ کښې عام مستعمل مرکبات دي

 

د شعر شرح:-د محبوب سراپا او د هغه د بدن اندامونه د متوازن حسن د ستائينې په توګه په شعر کښې راوړل د کلاسيکې دورې نه راوخله تر دې دمه پورې يو کوټلے روايت پاتې شوے دے.
لکه د محبوب مخ له د نمر,سپوږمۍ,رڼا,ګلاب او شمع سره,شونډو له د اور,ټکور,د ګل پاڼو,قند او شکرو سره, سترګو
له د شرابو د پياليو,سمندر,ورکو جزيرو,ناشنا خوبونو,جامونو,شرابو سره,وروځو له لېنديو,تورو,کټارو,لور,او باڼو له د غشيو,سومبو,چړو او داسې يو شمېر نورو شيزونو سره تشبيھ ورکول کېږي
داسۍ خمارې سترګې,خونخوارې سترګې,هوسۍ سترګې,مړې سترګې,سرې سترګې,شنې سترګې,زرزې سترګې,برندې سترګې,مړاوې سترګې او داسې نور يو شمېر ترکېبونه او علامتونه په عمومي توګه په شاعرۍ کښې کارول کېږي
دغه رنګ د محبوب زلفو له د مار, ښامار او بلا سره تشبيھ ورکول يو عام شعري روايت دے. زلفو ته د سنبل,تورې اوږدې شپې,توروتېارو,تورو وريځو,زنځيرنو,زولنو, دامونو او جالونو,ښاخونو او د کفر او کافرو سره هم تشبيھ ورکول کېږي او د پرېشانۍ او انتشار د استعارې او غم,خفګان اوپريشانۍ د علامت په تو ګه هم کارول کېږي.
د دې سره سره د محبوب د زلفو د خوشبويانو ستائينه هم اکثرو شاعرانو کړې ده او مشکينې زلفې,عنبرينې زلفې,پريشانې زلفې,سپورې زلفې,خورې زلفي,اوږدې زلفې,
لمدې زلفې,د زلفو غر,د زلفو دام.د زلفو سيورے,د زلفو کږلېچونه,د زلفو ول او داسې نور شاعرانه ترکيبونه هم په عامه توګه په شاعرۍ کښې کارول شوي دي.
پښتو کلاسيکي شاعرانو کښې د رحمان بابا په شاعرۍ کښې د زلفو تذکره د نورو شاعرانو په نسبت خورا ډېره شوې ده.دلته يې ځنې شعرونه رانقل کوول به د لوستونکيو د زړۀ راکښون سبب هم وګرځي او د شيدا د خيال افرينۍ په ډاګه کوولو کښې به هم مرسته وکړي.
رحمان بابا وايي

چې تمام جهان يې نښتے دے په دام کښې
څوک به څه کاندي انکار د تورو زلفو

هېڅوک مۀ شه ګرفتار د تورو زلفو
مۀ اسير شه په کفار د تورو زلفو

هم په شان د تورو زلفو به پريشان وي
هر چې کاندي انتظار د تورو زلفو

څو صبح د قيامت دميده نۀ شي
ورځ به نۀ شي شبِ تار د تورو زلفو

تار په تار کا د عاشق د خاطر خونه
چې حلقه شي تار په تار د تورو زلفو

ښامارانو غوندې ګرځي په ګنجونو
نۀ شي هېڅ په زړۀ کښې ډار د تورو زلفو

و زنځير وته يې څۀ لره ورکاږې
لېونيو لره بس دے موی دا ستا

لاس مې وتړي د زلفو په طناب
بيا مې وسپاري د سترګو قصاب

چې دې اسم د زنځير په زلفو کېښود
معطر دې کړۀ دماغ د ديوانګانو

که دستا د زلفو مار کاندي خونونه
ما موندلے ځنې عمر جاودان دے

چې کشور د افغانانو معطر شي
د هر بيت مصرع مې زلفې د خوبان کړې.

خوشحال خان خټک هم په خپله شاعرۍ کښې د زلفو تذکره کړې ده لکه د مثال په توګه

پښتنې جونې دې زلفې باد ته نیسي
چې شمال یې بوی راوړي په رنتنهبور کښې

توره چې تېرېږي خو ګوزار لره کنه
زلفې چې ول ول شي خو خپل يار لره کنه

چې سترګې کړې ورپورته په نرګس شي بلا سازه
چې زلفې کړې نمودې حبطه واړه سنبل شي

چې شونډو ته دې ګورم تر ياقوتو لا تېري کا
چې زلفو ته دې ګورم په عنبرو بهتر يې

يا لکه حمزه شينوارے وايي

ځير دې يم زلفو ته د مخ په تمه
زۀ د هندوانو نه کشمير غواړم

اوس يې مدام زلفې خورې وينمه
دغه څۀ نورې سلسلې ښکاري

دغه رنګ قلندر مومند هم د زلفو ذکر په ډېر ښائسته انداز کوي وايي

تا چې زلفې په سپين مخ باندې لام لام کړې
يه ليلو په ما به سپينه ورځ ماښام کړې

او رحمت شاه سائل صېب ھم خپل روايتي رنګ او ځانګړتېا په ځاے ساتي او وايي
ستا سپورې زلفې زما وچې شونډې
د دې وطن د غريبۍ نخښې دي

پښتو ټپه کښې هم د زلفو ذکر په ډېره زړۀ راکښونکې پيرائيه کښې شوے دے لکه

زلفې مې مۀ لنډوه مورې
په سر پرېکړو ونو نۀ کښېني بازونه

یا د ختن لۀ لوري باد دے
یا عنبري زلفې جانان سپړدلې دينه

يار په خورو زلفو مئين دی
لاس مې دې مات شي چې کمڅۍ ترې جوړومه

زلفې مې مۀ غوڅوه مورې
مار چې لنډے شي دوه سره خوړل کووينه

د زلفو تار په اشرفۍ دے
ما د جانان په لاس ګېډي ورکړي دينه.

د دومره اوږد تمهيد تړلو نه زما يواځينے مقصد دا وۀ چې لوستونکيو ته د کاظم خان شيدا خيال افريني او ځانګړتيا ورمعلومه شي.د شيدا په دې شعر د پوهېدو دپاره لازمه ده چې د مار چيچلو په علاماتو او اثراتو ځان پوهه کړو.
په نړۍ کښې د مارانو شا وخوا درې زره نوغي(Spieces) دي چې د يوې اندازې مطابق يوازې 15 سلنه يې هغه ماران دي چې په دومره مقدارزهر لري چې د چيچلو لۀ وجې يې بنده يا نور ځناور مړه کېدے يا معذوره کېدے شي.
ماران په عمومي توګه په لاس او يا په خفه ټک ورکوي چې لۀ وجې يې په پنډۍ او اوږه کښې د زهرو خورېدو نخښې څرګندېږي.په دې اړه هم د پښتو د نوموړي کلاسيکي شاعر رحمان بابا مشاهده د ستائينې وړ ده هغه وايي چې

کۀ بل مار چيچل په لاسو يا په پښو کا
په زړۀ خله لګوي مار د تورو زلفو

د مار په زهرو کښې څلور قسمه زهرجنې مادې وي
1,په اعصابو اثر کوي
2,په وينه او د وينې ددچلېدو په نظامړاثر کوي
3.په زړۀ اثر کوي
4.د شا و خوا په ټشوز اثر کوي
د مارانو د زهرو مقدار مختلف وي.ماران چې څومره خطره محسوسوي هم په هغه هومره طاقت سره ټک ورکوي. مار چې په کوم ځاے ټک ورکړي هغه ځاے پړسېږي او دړد هم کوي او هم لۀ دغې نه دا پته لګي چې زهر په وجود کښې داخل شوي دي.کۀ د زهرو خلاف د مدافعت قوت کم وي نو زهر بيا د بنده په اعصابي نظام اغېز کوي.ډايا فرم يې منجمد کېږي او ساه اخستل ورته ګرانېږي.د بنده باڼه درنېږي, سترګې يې پټېږي خوب پرې غلبه کوي او د دې سره سره د خبرو کوولو توان يې هم متاثره کېږي او يا ختمېږي.
اوس چې د نوښتګر شيدا شعر ته ګورو نو تحليل او تشريح يې اسانېږي.شيدا هم لکه د نورو شاعرانو د محبوب زلفو له د مار سره تشبيھ ورکړې ده چې ما پورته وئيلي دي چې يوه عامه او روايتي تشبيھ ده خو دلته هم شيدا د خپلې خيال افرينۍ په زور يو نوے خيال پنځولے دے.وايي چې ستا د زلفو مار چې چا له هم ټک ورکړے دے نو هغه يې دومره زپلے دے چې د فرياد کوولو توان او قوت هم نۀ لري ځکه چې مار چې چاله ټک ورکړي نو د هغه د زړۀ زور, د ساه اخستلو طاقت او د خبرو کوولو قوت ختمېږي.
دا خبره خو ښکاره ده چې د عاشقانو د زړۀ زور نۀ وي او چرته په خوشې بېړيا کښې ځانله خاموشه ناسته ورله خوند ورکوي.
د زلفو ذکر شيدا په يو شمېر نورو شعرونو کښې هم کړے دے چې هر شعر يې په خپل ځاے يو ځانګړے رنګ او خوند لري.لکه

بوی په زلفو کښې زما ګلبدن راوړ
کۀ په دام کښې يې آهو د ختن راوړ

پرېشانې شوې د تا مشکينې زلفې
که عالم شو د ختن بې بندوبسته،

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.