تنز و مزاح ليکنه “عشق او چتی”

په درناوي : فقير ګل خالص

په لرغوني اثارو کښې دا قيصه موندلې شي چې سليمان عليه السلام چتی او بلبله د ,جاسوسۍ, د پاره شين غر ته ولېږل, بلبله چې د شمال په غرو واوړېدله او د دمې د پاره د غره په لمن کښې د توت په څانګه کښيناسته نو چتي ورته خپل ,ګيت, شروع کړو, د څه وخت د پاره خو بلبلې ځان ناجاڼه کړو او په تورو توتانو پسې ئې اخوا ديخوا دانګل را دانګل خو چتی داسې اماده وو لکه د مشاعرو بعضې ناظمان چې د هر شاعر رابللو نه وړاندې خپل پوره غزل اوريدونکو ته پېرزو کوي, بلبله دا ذهني خو څه چې د هر قسمه تشدد زغملو ته جوړه نه وه, چتی داسې جذبو وړې وو لکه شاعر چې د بيا بيا يادګيرنې سره د نظم نه وړاندې غزل او د غزل نه وړاندې څو شعرونه وائي.
بلبلې ورته وې, سم د چتي ځوي شه ګنې سليمان عليه السلام ته به دې په ګوته کړم,
چتي وې, شل وارې مې ورته په ګوته کړه, سليمان په کښې لا څه وي؟
بلبله حېرانه شوه, وئيل, د سليمان تخت په هوا ګرځي, د ساه په خاوندانو حکومت کوي, د پيريانو او ديوانو بادشاه دی,
چتې په پښو اوچت شو, وئيل, سليمان دې ليدلې دی خو زما د زوره نه ئې خبر, چې دا ښې وزر ووهم نو د سليمان تخت به درله په بله واړوم او چې دا ګس وزر ووهم نو پيريان او ديوان به دې په خاورو کښې لوغړيږي.
چې کله د بلبلې په فرياد سليمان ع په چتي پسې باز ولېږلو نو چتې ترې په يوه تنګه جاړه کښې ننوتو بيا ئې ورپسې چتي ولېږل او دغه خپلې قبيلې د تورو چوړايانو جوړه کړې د شيشي په ,مانجه, تړلې دربار ته حاضر کړو, سليمان ع پرې حکم وکړو چې دا وزر دې لږ خور کړه کوم چې زما تخت په بله اړوي.
چتي عرض وکړو, زه چتی يم, تاله خو خدای دومره لويه بادشاهي او پوهه درکړې ده, ته خو پوهېږې چې عاشق د محبوب په وړاندې ډوزې موزې وولي, سپوږمۍ او ستوري هم د معشوقو د پاره د راکوزولو لاپې دوپړې وهي, زه هم عاشق يم او بوس مې باد کړې دي, ستا بادشاهي دې سلامته وي خو د عاشقانو په کهاتو کښې ګوتې مه وهه وبال لري.
شاعر ته د خپل شعر د رنګينۍ د پاره په چا يا څه مئينيدل مجبوري شي او چې کله , زوړ, شي نو بيا ضروري شي, بعضې شاعر نما خو د محبوب ډېر په قيصه کښې هم نه وي ځکه ئې بدلوي رابدلوي هم او خپله مشغولا روانه ساتي, د مجنون په اړه هم وئيل کيږي چې ليلا دومره ,شی, نه وو خو بلا ترې دغه مجنون جوړه کړې وه, بعضو ته چې لکه د چتي په زوړ عمر بلبله هم په برخه شي نو د سليمان غوندې سخي خويه ورته دوه څلور لاټوان هم بخښلې شي, په دې کښې بعضې خو دومره زاړه هم کېدې شي چې پروفيسران شوي وي او ښکر ئې شوي وي, مرشد خو په دې فکر او پريشانۍ کښې هم چله ويستې شي چې دې زړو ونو ته دا مرض څنګه ولږي؟ په دغه لړ کښې د ميدو کاکا ساده باده تجزيه هم د پام وړ ده چې تنې ئې ډډې شوي وي خو دغه ځانله قيصه ده.
دغسې يو شاعر خپلې بلبلې ته ګوته خوزولې وه چې دا شعر,
د جانان د سر صدقې لره ئې غواړم
هسې نه چې خزانه پسې لېونی يم,
دا ما خالص ستا د پاره ليکلې وو اوس ئې که څوک رحمان بابا خو څه که په امير کړوړ پسې هم وتړي ته ئې ورسره مه منه, يوه قيصه ئې هم ورته تېره کړې وه چې د ملاکنډ دا غر ئې سوری کولو خلکو وئيل چې دلته د قارون د قافلې يو اوښ ښخ شوې وو هغه خزانه دلته پاتې شوې ده, ما په جذبه کښې دغه خزانه ستا د سره صدقه کړې او دغه شعر مې ,ايجاد, کړی, راوي وائي چې دغه مذکوره شاعر هم په دغه جذبه کښې بلها خزانې او لرغونې سندرې هم د دغه محبوب د سر صدقه کړي دي خو لانجه ترې هاله جوړه شوه چې کوم مينه وال ورته په روانه مرکه کښې هم دغه شعر په ګوته کړلو, د محبوب په وړاندې د منکريدلو روايتونه نشته, مذکوره شاعر هم لکه چې د رواياتو ژوندي ساتل مهم ګنړل خو خپلې قبيلې د جاړې نه را وويستلو, اوس که څوک د سليمان ع غوندې سخا کول غواړي نو ښه موقعه په لاس ورغلې ده خو که چا لکه د ,قوماندان صېب, دې خبرې ته غوږونه بوڅ نيولي وي چې بلبله دې خدای لري خو چتې دې د خپلې دعوې نه لاس واخلي نو ښکاري داسې چې ,, دا وړۍ به شړۍ نه شي.

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.