” مارګلې نه تر کابله” رپورتاژ یوه ګلدسته

 رحم زمان زلمے خټک

د اقبال حسين افکار په کتاب د څۀ لیکلو نه وړاندې به د اقبال حسين افکار په حقله یوه خبره وکړم چې افکار صاحب په پښتو ابئ سوچه مئین بچوړے دے ځکه چې د کله راهسې ما لیدلے او پیژندلے، تعلق تړون مې ورسره جوړ شوے نو ما دوئی د خپلې پښتو ابئ د ناجانڼتیا او بیوسئ له پاره په ژړا انګولا بوخت لیدلے ۔

ولے اصل خوبي، کمال او جمال يې دا دے چې تشه ژړا انګولا، ویر ټندور نۀ کوي باید چې د هر رنځ دارو درمل يې هم په ګوته کوي- لکه د مجنون د پښتونخوا وطن په صحراګانو، غرونو، راغونو، کلیو، بانډو او ښاریو سر، هر هغه ځايې ته ځان رسوي، هلته حاضر وي چرته چې د پښتو ابئ د مئینانو،غمخوارو او خواخوږو بچوړو کومه دستوره او غونډه جوړه دوام لري- دغه وجه ده چې د پښتو ابئ ټول لیکوال، شاعران او عام اولس يې ډېر زیات قدر کوی، درنشت ورکوي، مینه ورسره لري-

غټ ثبوت يې دا دې چې د حضرت ولي هوتک صاحب په شان په پښتو یو بل مئین، درمند او ښائسته پښتون راوړاندې شو، د دوي د دغې سوچه او سپیڅلی مینې د اعتراف په توګه يې د “مارګلې نه تر کابله ” کتاب چاپول د ځان د پاره یو غټ اعزاز وګڼلو او ټول بار يې په خپلو اوږو بار کړو- رښتيا خبره دا ده چې دا کتاب د ګران اقبال حسين افکار د پښتو ابئ د پاره د مينې ، اخلاص، ستړو، ستومانو، ستونزو او مجاهدې یو داسې کوټلې خوندور او علمی دستاویزي انځور دے چې ډير څۀ ورکښې خوندي کړل شوي- هم په دا وجه يې چې کوم ادب پوهه يې یو ځل لوستل پیل کړي بیا د ختمولو نه اګاهو ورڅخه پاسیدې نۀ شي او بیواکه يې د خولې څخه د ډېر اعلی او د ډير ښۀ دادونه په خپله راوځي- افکار صاحب ته په دومره ښکلي رپورت تاژ لیکلو او حضرت ولی هوتک صاحب ته يې په چاپولو مبارکی وایم، شاباسئ ورکوم، سلام ورته کوم او لاس په دعا یم چې لوې مولا د دواړو ملګرو او په پښتو مئینانو دغه روحتیاوې ژوندئ ولري او نوره نوره يې کلکې او قوی کړي – آمین
افکار ډېر تکړه، بیدار مغزه، زړهخوږې او تجربه کار ليکوال دے ـ لیک يې ډېرساده، روان او بهاند دے – د رپورتاژ خو بيخي ښۀ پیاوړې ماهر لیکوال دے او زما تر معلوماتو دوي تر هرڅۀ زیات رپورتاژونه لیکلي – دغه رپورتاژ خو يې بيخي دومره خوندور او بهاند لیکلې دے چې کله ئی ما په لوستنه لاس پورې کړو نو بیخي ورکښې ډوب لاهو شوم، د ځان په احوال بيا نۀ پوهیدم، د دوي سره روان ګرځيدم، لکه د لارې مل يې شوم، په مخه روان تورخم، جلال آباد، کابل او هر هغه ځاې ته ورسره روان تلم چرته يې چې دوي بوتلم- د خواږو یارانو، درانو مشرانو، همځولو،کشرانو، تکړه لیکونکو، شاعرانو او میلمه پالو یادونه يې دومره په ښکلي توګه، دومره په مینه، درنشت او احترام کړې چې سړے يې بې لیدلو ممنون او مشکور شي او وغواړي چې په ځاني توګه يې پخپله مننه وکړم-
د افکارصاحب ” مارګلې نه تر کابله” رپورتاژ یوه داسې ګلدسته ده چې د هغوي د بیلا بیل سیمینارونو، مشاعرو، دستورو او محفلونو کښې د ګډون سفرونو حال احوال يې ورکښې ډير په مینه انځور کړې- په دا رپورتاژ کښې د ډيرو نوو او ورسره د مشرانو یادونه ښه په ارت مټ شوې ده- زما په نظر افکار صاحب په داسې کولو د خپل عصر د لیکوالو او شاعرانو یوه داسې معلوماتی تاریخچهمرتب کړې ده چې د راتلونکی وخت څیړن کاران او زده کوونکي به ورڅخه بشپړ ګټه پورته کوي-

دا ځکه وایم چې افکار صاحب ځاې په ځاې د هم عصر نوموړو شاعرانو ليکوالو د شخصي حال احوال سره سره د هغوي په لیک او د پښتو ابئ د پاره يې په هلو ځلو او شواخون هم خواږې او درانې خبرې کړی دي او په پښتو ادب کښې يې د دوي مقام هم په ګوته کړې- دا يې ډېر غټ او د ستائینې وړ کار کړې او که دا ووایم چې په پښتو ادب يې احسان کړې نو باید غلطه به نۀ وی-
بله خبره دا چې په رپورټ تاژ کښې د داسې سیمینارونو یادونه شوې ده چي د بیلا بیلو نوموړو په حقله شوي، لا يې ورځې نمانځلی شوي،، پښتو ابئ ته ورپیښو شخړو په لړ کښې د مذاکرو یادونه ورکښې شوې ده، د پښتو مجلو سفر په حقله یادونه شوې ده، د بیلا بیلو سیمو د ملګرو د ادبی سفر او ښکلا یادونه ورکښې شوې ده، د پښتنو میرمنو د ادبي هلوځلو یادونه ورکښې شوې ده، د کلتوری دستورو یادونه ورکښې شوې ده،، الغرض د هر رنګه هلو ځلو یادونه ډير په اوږدو ورکښې شوې ده- په دا حواله دغه رپورتاژ ته ما ګلدسته وئیلي او دا داسې ګلداسته ده چې ګلونه به ئی کله هم مړاوي نۀ شی ځکه چې د افکار صاحب په فنکارانه او مینه ناک لاس همیشه د پاره انځوره شوه-
په پښتو ادب مئینانو ټولو ملګرو ته خواست کوم چې د” مارګلې نه تر کابله” لازم ولولي او د خپل کتابتون برخه يې جوړه کړي- په داسې کولو به تاسو نه صرف دا چې د افکار صاحب ستونزو ستومانو اعتراف وکړل شئ باید تاسو به د خپل عصر دستاویزي تاریخچې خاوندان هم شئ-

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.