د شلمې پیړۍ د پښتون خوا وطن دوه تاریخ ساز شخصیتونه!!!

ليک: سليم خان

فخر افغان باچا خان بابا  **  مولانا محمد طاهر پنج پیر

 

دا د کال ٢١ جون ١٩٨٢ خبره ده ستر بابا صوابۍ کښې شیوې کلي ته راغلے و زه هم د نومیاله خدائي خدمتګار د زیدې خان کاکا عبدالعزیز خان سره شیوې ته تلے وم باچاخان بابا د فېض محمد لالا دوي په حجره کښې ناست و او خلقو ته ئې د اتفاق اتحاد او قامی بیدارۍ خبرې کولې چې مازیګر شو نو خان کاکا ته ئې وویل چې عبدالعزیز خانه زه به تا سره شپې له زیدې ته ځم په دغه وخت کښې زه د خان کاکا سره په کټ کښې ناست وم ما چې د ستر بابا زیدې ته د تللو خبره واوریده نو خان کاکا ته می رو غوندې ډیر په سوال وویل چې خان کاکا په زیده کښې خو باچا خان بابا بلها شپې کړې دي که دا شپه زمونږ کلی پنج پیر کښې وکړي تاسو ستر بابا سره خبره وکړﺉ نو زما یو لوے ارمان به پورا شي   چې باچا خان بابا راپاڅیدلو نو خان کاکا ستر بابا زما موټر کښې کښېنولو او د بابا موټر مونږ پسی راوان شو ما ډرائیونګ کولو باچا خان بابا فرنټ سیټ او خان کاکا او امیر نواس کاکا د شاه منصور وروستو ناست وو په لاره ستر بابا په په سیټ خاموش ناست وو چې مونږ کله د صوابۍ د بازار نه راتېر شو او زمونږ کلی ته نزدی شو نو خان کاکا ستر بابا ته وویل چې باچا خان نن شپه به سلیم خان سره پنج پیر کښې کوو نو ستر بابا ورته وویل چه عبدالعزیز خان دا خو به ډېره ښه وي زه به د پنج پیر مولانا صیب ملاقات هم وکړم چې زما د ډېر وخت اراده ده ځکه دا یو رښتونے او قابل او بهادر عالم دین دے چې د سرکار پرست او رواجي ملیانو خلاف ئې ډېر لوے جد وجهد کړے او پښتون قام ئې د  مولیانو د ولقې نه خلاص کړي دي او د الله پاک د وحدانیت نه خلق خبر کړي دي. ډېر لوے کار ئې کړے دے سبا سحر به د هغه ملاقات له د هغه مدرسې ته ضرور ورځو خان کاکا ورته وویل چې باچا خان! پنج پیر مولانا صیب خو د سلیم خان سخر دے  نو بابا ورته وویل چې دا خو لا ښه خبره ده  با چا خان بابا چه زمونږ حجری ته راورسیدو او د کلي خلق چې د ستر بابا د راتللو نه خبر شو نو د کلي خلق زمونږ د حجری په لور راروان شو ستر بابا خلقو ته تقریر وکړو او بیا خان کاکا او امیر نواس کاکا د شاه منصور د ډوډۍ خوړلو او مونځ نه پس اوده شول او د اوده کیدلو نه پس ئې بیا په ما تاکید وکړو چې سهر به د مولانا صیب مدرسې ته ځو سهر چه ستر بابا پاڅیدلو د مونځ نه پس ئې ما ته وویل چې کور ته لاړ شه او ما له دوه پیالې پخې اوبه راوړه ما چې د کور نه بابا له اوبه راوړې او حجرې ته راغلم نو شیخ القران مولانا محمد طاهر المعروف پنج پیر مولانا صیب د ستر بابا سره ناست وو او پخپله باچا خان بابا له زمونږ حجرې ته راغلے وو ستر بابا ورته داسې ګویانه شو چې مولانا صیب زه خو پخپله نن ستا مدرسې ته راتلم او دا زما د ډیر وخت اراده وه خو الله ته به منظوره نه وه زه او ټول پښتون قام ستا د دیني خدماتو معترف یو پښتون قام رواجي سرکار پرسته ملیانو د الله د دین نه ناخبره ساتلي وو په تیارو کښې پراته وو د الله پاک په ځاے خلق قبرونو او زیارتونو ته کښېنولي وو تاسو په ډېره بهادرۍ د دغه خلقو مقابله کړې ده او نن په ټوله پښتون خوا کښې خلق د دغه غېر اسلامی رواجونو د ولقې نه ازاد دي په دې جد وجهد کښې تاسو سره انګرېز او بیا پاکستان سرکار هم ډېر زیاتي کړي دي خو ته د حق په لار ثابت قدم وي خو دا ښه ونه شوه چې ته ما له راغلې زه به نن تا له خپله درتلم ځکه چې هم ته په پښتنو کښې د علماء دېوبند رښتونے واحد نماینده ئې. مولانا صیب باچا خان بابا ته وویل چې باچا خان تاسو زمونږ کلي ته راغلي يئ د پښتون قام مشر ئې. زه به تا له خپل کلي کښې څنګه نه راځم او چه په کومه حجره کښې تاسو ناست يئ دا زما خپله حجره  ده. زه ستر بابا سره ډېر ګرځیدلے یم خو دومره تعریف ئې په مخ د چا هم نه دے کړے او نه ئې دومره خبرې چا سره کړې دي. لکه مولانا صیب سره ئې کړې وې.

واقعی چې دا دواړه مشران د تېرې پیړۍ د پښتون قام اتلان Heroes وو که باچا خان بابا پښتون قام ته د قامی ازادۍ درس ورکړے دے او قام ئې د ازادۍ په معنا او مقصد پوهه کړے دے. نو شیخ القران هم پښتون قام د دین اسلام  په معنا او مفهوم پوهه کړے دے او د دین د سوداګرو رواجي ملیانو د ولقې نه ئې پښتانه ازاد کړي دي. یاده دې وي چې د پنج پیر شېخ القران په کال ١٩٣٨ کښې په خپل کلي کښې  د قران پاک درس شورو کړے وو چې په پښتنو کښې په اول ځل عام خلقو ته د قران پاک درس په اسانه پښتو ژبه کښې  په ترجمه ښوول شورو کړو چې تر نن پورې جاري دي او اوس د هغه زوے شېخ القران  مولانا محمد طیب د مولانا صیب په څوکۍ ناست دے او هر کال په رمضان کښې په زرګونو طلباء  اوعام خلق د قران پاک درس ته راځي .باچا خان بابا او د پنج پیر مولانا صیب د پښتون قام محسنان دي او تل به د پښتون قام په زړونو کښې ژوندي وي .

جنتونه ئې نصیب شه ـ امین

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.