سرتور فقير، د ملاکنډ جهاد او ليونے تنګے

زاهد سعيد

وايي چې د کال ۱۸۹۷ء د ملاکنډ د جهاد اتل سر تور فقير سره څه خلق د بونېر نه د ليدلو په غرض راغلي وو. کله چې هغوي سرتور فقير وليدلو، نو پخپلو کښې دا وويل چې دا خو سعدالله خان ورور دے. هو جي سعدالله خان د ريګا بونېر اوسېدونکے ؤ.د ښوونځي په زمانه کښې چې کله ما د تاريخ په بېلا بېلو کتابونه ولوستل، نو يوه ورځ ما د خپل پلار صېب نه وپوښتل چې بابا تاسو ته د ملاکنډ جهاد ياد دے؟ هغوي وويل چې هو زه هغه وخت وړوکے ووم خو دومره راته ياد دي چې زه خپل مشر ورور په غېږه کښې اخستے ووم. د مينګورې ښهر ټولې زنانه، ماشومان او بوډاګانو خپلو کورونو ته تالې لګولې وې د زمرد کان پلو روان وو. هغه وخت به يې زمردکان د لېوني تنګې په نوم يادېدو. زما پلار محترم وويل چې هغه وخت دغه ځاے کښې يو غټ ځنګل ؤ چې پکښې د به فېرنګي پوځونو د ملاکنډ جهاد په وجه د مينګورې ښهر لوټلو، خو ماشومانو او زناناؤ په دغه لېوني تنګي ځنګل کښې پناه اخستې وه. ولې زلمي په جهاد کښې بوخت وو.

 

دغه رنګ د يو مشر نه وپوښتلي شو چې تاسو سرتور فقير لېدلے ؤ؟ نو هغوي وويل چې هو دا خو د پرون خبره ده چې سرتور فقير سرتورے سر، پښې ابلې پښې يوه پېنڅه ښکته او بله بره، دنګ لوړ سړے ، په لاس کښې د جهاد بېرغ او اولس ته يې د جهاد بلنې ورکولې او ټول زلمي ورسره په لاريون کښې روان وو.

خو ولې تاريخ ګواه دے چې دغه فقير په ملاکنډ جنګ کښې فېرنګيان د ډېر ځاني او مالي ذيان سره مخ کړي وو. په دغه جهاد کښې عبدالغني نومي يو تن پخپله هم ګډون کړے ؤ. دغه سړے په حصار طوطه کان کښې خپل سنګر سمبال کړے ؤ. د جنګ په ختمېدو هغه ته خبر راروسېدو چې هغه د ترور زوے عبدالحميد د ملاکنډ پيرانو په ډګر ټپي شو نو هغه د حصار طوطه کان نه په اس سور شو او خپل د ترور زوے يې د پيرانو نه راوړو.په دغه جهاد کښې د فتح پور مياں دم خان چې خپل نوم يې حبيب خان او د پلار محترم يې د خان بابا په نوم يادېدو چې د خپلې قبيلې سرغړے او سرلښکر هم ؤ. پلار او زوے دواړه د سرتور فقير په مشرۍ کښې په جهاد کښې بوخت وو چې پر دغه مهال خان بابا شهيد شو. خو ولې سرتور فقير په کال ۱۳۳۶هـ وفات شوے ؤ. مياں دم خان، خان بابا او سرتور فقير مقبره د فتح پور په جنوبي برخه په يوه هديره کښې ده. د مياں دم خان د زيږون نېټه ۱۸۷۰ء او د مرګ نېټه يې ۱۹۵۴ء ده. سرتور فقير په اتلسمه جولايۍ ۱۸۹۷ء کال کښې جهاد ته راوتلے ؤ. په شپږويشتمه جولايۍ هغه د لنډاکي نه د تهاڼې پلو مخ شو، دغه وخت کښې د دوي سره صرف څو د شمېر زلمي وو چې په لاسونو کښې يې بېرغونه پورته کړي روان وو خو ولې په لاره لاره ورسره درې څلور سوه يوسفزي زلمي هم روان شول. د اله ډهنډ، بټخېلې او پير کورونو په لاره دوي د ملاکنډ قلعې د شپې په نهه بجې بريد وکړو.فېرنګيي لښکر له وېرې نه سکهان دې اور ته راوړاندې کړل چې پکښې زيات تره مړه شول. جهاديانو په کواټر ګارډ باندې قبضې کولو ټوله وسله او بارود ترلاسه کړل او تر سهاره پورې انښته روانه وه. په دې بريد کښې نولس مجاهدين شهيدان شول. بلخوا يو فېرنګے کرنل، يو مېجر، يو لېفټننټ او پنځه سوه او يوويشت سپايان ووژلي شو او يو زر دېرش سپايان ټپيان شول. هم په دغه شپه د سرتور فقير(سعدالله) په وېنا مجاهدينو د چکدرې په قلعې بريد وکړو. هلته هم سخته انښته وشوه. فېرنګي پوځ په اتلسم اګست کال ۱۸۹۷ء د نوو انتظاماتو سره بيا بريد وکړو. خو ولې ګام په ګام به ورته غازيان خنډونه جوړېدل خو بيا هم په نولسم اګست دغه لښکر مينګورې ته راورسېدو. په دوي کښې د وړاندې تګ تاب پاتې نشو او په څليريشتم اګست دوي د بريکوټ په مقام د قيام کولو نه پس واپس د کېمپ لاره ونيوله.

يو انګرېر افسر وايي چې که يو مسلمان صوبېدار مونږ ته په وخت خبر نه وې راکړے نو سرتور فقير به مونږ پخپلو کټونو کښې حلال کړي وو.

دا سرتور فقير ؤ کوم چې د سوات، دير، باجوړ، بونېر، شانګلې او کوهستان په اولس کښې د جهاد جذبه رابېداره کړه او د وطن په ازادۍ کښې يې خپله برخه واچوله. زلمو ته د خپل لوړ تاريخ نه خامخه ځانونه خبرداره ساتل پکار دي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.